جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهامريکا په ننګرهار کې پر داعش ډلې د بې پيلوټه الوتکې برید...

امريکا په ننګرهار کې پر داعش ډلې د بې پيلوټه الوتکې برید کړی دی

تاند( د سنبلې ۵ مه) د امریکا متحده ایالتونو پوځ ۤتېره شپه په ننګرهار ولایت کې پر داعش ډلې د بې پيلوټه الوتکې برید کړی دی.

د امریکا پوځ وایي چې په دغه برید کې هغه داعشی وژل شوی دی چې د کابل د هوایي ډګر د پنجشنبې ورځې د برید په پلانولو کې یې لاس درلود.

بريد د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند، قلعه نغرک سيمه کې شوی دی.

دامریکا د سمندري ځواکونو ویاند ویلي دي چې په دغه برید کې یو کس وژل شوی او نور هیچا ته زیان نه دی رسیدلی دی.

د امریکا د پوځ یوه چارواکي ويلي چې د بې پېلوټې الوتکې برید د ولسمشر جوبایډن په اجازه او د امریکا د دفاع وزیر په امر ترسره شوی دی.

د امریکا ولسمشر د کابل په هوایي ډګر کې د داعش د خراسان څانګې له ځانمرګي برید وروسته چې تر سلو زیاتو افغانانو پر وژل کېدو سربېره، دوولس امریکایي سرتېري پکې ووژل شول او پنځلس نور ټپيان شول، له دغې ډلې نه پر غچ اخیستنې ټینګار کړی و.

دا پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر افغانستان د امریکا لومړنی برید دی، طالبانو تر اوسه د دغه برید پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب