دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپه پنجشېر کې د مقاومت جبهه وايي، امریکا یې خبرو ته غوږ...

په پنجشېر کې د مقاومت جبهه وايي، امریکا یې خبرو ته غوږ نه نیسي

تاند(شنبه، د سنبلې ۵) هغه ډله، چې ځان د طالبانو په وړاندې د ملي مقاومت جبهه بولي او ظاهراً یې مشري د شمال ټلوالې د وژل شوي قوماندان احمد شاه مسعود زوی کوي، وايي چې د امریکا حکومت ورسره اړیکې پرې کړي دي.

د دې ډلې د بهرنیو اړیکو مسوول علي نظري واشنګټن اګزاماینر امریکايي ورځپاڼې ته ویلي، هڅه یې کړې چې له امریکايي چارواکو سره تماس ونیسي خو د بایډن ادارې هیڅ ځواب نه دی ورکړی.

ده زیاته کړه«موږ په اوس وخت کې مقاومت ته لېوالتیا نه وینو. دوی پوهېږي چې زه دلته یم. خو موږ د دوی (امریکایانو) هیڅ لېوالتیا نه ده لیدلې.»

ده دا هم وویل چې وروستی ځل یې څو میاشتې پخوا له سپینې ماڼۍ سره خبرې کړې وې.

«موږ ته کومه بلنه نه ده راکړل شوې. هیڅ غوښتنه راڅخه نه ده شوې. دا زموږ لپاره حیرانوونکې ده چې موږ د طالبانو پر ضد یوازینی مقاومت یوو، د تروریزم پر ضد یوازینی ځواک یوو، د زرګونو کسانو لپاره یوازینی پناهځای یوو…. خو دوی په دې انتخاب هیڅ غور نه دی کړی.»

د احمد مسعود په مشرۍ په پنجشېر کې راټول شوي کسان تمه لري چې که طالبان موقع ورکړي نو د نورو هیوادونو په مالي او تسلیحاتي مرسته به طالبان مجبوره کړي چې دوی ته ډېر امتیاز ورکړي.

د امریکا حکومت له افغانستانه د خپلو ځواکونو او دغه راز زرګونو افغانانو پر ایستلو بوخت دی. له افغانستانه د خلکو د ایستلو هلې ځلې د پنجشنبې په ورځ د کابل د هوايي ډګر په خوله کې د داعش انتحاري برید له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي دي او وېره ده چې دا ډله نور بریدونه هم وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب