شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد طالبانو په راتګ سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ...

د طالبانو په راتګ سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بهیر کې زیاتوالی راغلی

تاند (شنبه، د سنبلې ۶) د افغانستان د خصوصي سکټور د خونو د فدراسیون مسوولان وايي، چې په وروستیو اونیو کې د پاکستان له لارې د افغانستان سوداګرۍ او د ترانزېټ بهیر کې زیاتوالی راغلی.

د خصوصي سکټور غړي وايي، چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو په زرګونه کانټینرونه اموال چې ډیری یې اوړه، بوره، غوړي او د فابریکو اومه توکي دي، بار موټرونه ولاړ دي.

دوی زیاتوي چې د دې اموالو د درېدو یوازینی لامل د پيسو د لېږد د بهیر ځنډېدل دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي هم له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې باید د خصوصي سکټور د ستونزو د حل لپاره د بانکونو د منظم فعالیت لپاره تدابیر ونیسي، تر څو د شته ستونزو د حل لپاره قوي حللاره رامنځته شي.

بل لورته د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې مشر وايي له افغانستان سره يې پر ډېورنډ فرضي کرښې لارې پرانيستي او په وينا يې افغانستان کې بدلونونو پر دوه اړخيزې سوداګرۍ کوم اغېز نه دی کړی.

جنرال بابر افتخار چې په راولپنډۍ کې د افغانستان په اړه يوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۷۸ لارې دي، چې په وينا یې ۱۸ رسمي بڼه لري.

نوموړی دا خبرې داسې مهال کوي، چې د افغانستان پاکستان ترمنځ دوې لويې لارې، تورخم او سپين بولدک لا هم د خلکو پر مخ تړلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب