یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، طالبان باید تضمین کړي چې د مېرمنو حقونه خوندي دي

امریکا وايي، طالبان باید تضمین کړي چې د مېرمنو حقونه خوندي دي

تاند (پنجشنبه د اسد ۲۸) امریکا وایي طالبان باید دا ضمانت ورکړي چې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو حقونو ته درناوی کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر خپل ټویټره په یوه ټویټ کې لیکلي چې دوی د طالبانو ټولې کړنې له نږدې څاري.

هغه زیاته کړې طالبان او د امریکا نړیوال متحدین باید دا ضمانت ورکړي چې دغه ډله د مېرمنو ټولو حقونو ته درناوی کوي او پر خپلو ژمنو عمل کوي.

بلینکن دغه راز وایي چې دوی په افغانستان کې د طالبانو ټولې کړنې په دقیقه توګه څاري او په هکله به یې پرېکړه کوي.

تر دې وړاندې بریتانیا هم ویلي و چې د طالبانو ټولې کړنې او فعالیتونه په دقیقه توګه څاري او وروسته به یې په هکله خپل دريځ روښانه کوي.

طالبان بیا وایي چې دوی د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د مېرمنو ټولو حقونو او ازادیو ته درناوی لري.

د طالبانو د نظامي چارو ویاند د سه شنبې په ماښام کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دوی په اداراتو کې د ښځو له شتون سره مخالفت نه کوي او په وینا یې چې په بېلا بېلو برخو کې د ښځو حضور ته اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب