سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Home+د کرکټ نړیوال شل اوره جام کې د افغان لوبډلې لوبې او...

د کرکټ نړیوال شل اوره جام کې د افغان لوبډلې لوبې او نېټې

تاتد (پنجشنبه، د اسد ۲۸) ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۰م کال د کرکټ نړیړال شل اوریزه جام په هند کې ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شوه او اوس به د یاد هېواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

دا لوبې به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې پیل بیا د نومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې دوام کوي.

دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه لوبغالو کې ترسره شي.

راتلونکی نړیوال شل اوریز جام په دوو پړاونو کې ترسره کیږي

لومړي پړاو کې به بنګله دېش، سریلانکا، عُمان، پاپو نګیني، ایرلینډ، هالنډ، سکاټلنډ او نمیبیا هېوادونه خپلو کې په لومړي پړاو کې لوبېږي او څلور مخکښې لوبډلې به یې د ۱۲ لوبډلو غوره پړاو ته لاره پیداکړي.

افغانستان، هند، پاکستان، انګلينډ، ويسټ انډيز، سويلي افريقا، آسټراليا او نيوزیلنډ هغه لوبډلې دي، چې وار له مخې یې ۱۲ غوره لوبډلو ته لاره پیداکړې ده.

له لومړي پړاو وروسته د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې نېټې څخه بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مي نېټې پوري د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ په دوو ګرپونو کې لوبې ترسره کېږي.

هره لوبډله به په خپل ګروپ کې پنځه ـ پنځه سیالۍ ولري.

دې جام کې د افغانستان لوبې:

لومړۍ لوبه:

افغان کرکټ ملې لوبډله خپله لومړۍ لوبه د لومړي پړاو څخه د لاره موندونکې لوبډلې سره ترسره کوي.
افغانستان به دا لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۵مه نېټه شارجه کرکټ لوبغالې ترسره کړي.

دوهمه لوبه:

راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام کې افغان کرکټ ملې لوبډله خپله دویمه لوبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کوي.
افغانستان به دا لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره کړي.

درېیمه لوبه:

افغان کرکټ ملې لوبډله خپله درېیمه لوبه د لومړي پړاو څخه د دویم لاره موندونکي هېواد سره ترسره کړي.
دا لوبه به د اکتوبر میاشتې په ۳۱مه نېټه ماپښین ۲:۳۰ بجې په ابوظبۍ کې ترسره شي.

څلورمه لوبه:

افغان کرکټ ملې لوبډله به خپله څلورمه لوبه د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
دا لوبه به د نومبر میاشتې په ۳یمه نېټه ترسره شي.

پینځمه لوبه:

په راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام کې افغانستان خپله پنځمه لوبه د نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
دا لوبه به د نوومبر میاشتې په ۷مه نېټه، ترسره شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب