سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهجوبایډن: ښايي له اګسټ وروسته هم کابل کې امریکايي سرتېري پاتې شي

جوبایډن: ښايي له اګسټ وروسته هم کابل کې امریکايي سرتېري پاتې شي

تاند(پنجشنبه، اسد٢٨) – د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وايي، شاید د اګسټ وروسته هم په افغانستان کې امريکايي ځواکونه پاتې شي.

بایډن د چهارشنبې په ورځ وویل، د دوى ځواکونه به تر هغې پورې په افغانستان کې پاتې وي چې ټول امریکايي اتباع نه وي ايستل شوي.

جوبایډن مخکې اعلان کړى و چې ټول امریکايي ځواکونه به د روانې ميلادي مياشتې په پاى کې له افغانستانه ووځي.

په همدې حال کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن خپل بريتانيايي سيال ډومنیک راب سره په افغانستان کې پر لا زیاتې همغږۍ، د افغانستان امنیت، نړيوالو ژمنو، د افغان او بهرنيو اتباعو د خوندیتوب په اړه خبرې کړې دي.

دغه چارواکي داسې مهال په خپلو کې خبرې کوي چې دامهال امريکا او متحدین يې له افغانستانه د خپلو زرګونو اتباعو او د هغوى د همکارانو په ايستلو بوخت دي چې د دې چارې لپاره امریکا لږترلږه شپږ زره سرتېري ګمارلي دي.

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوې او د وروستیو ګډوډيدو له امله نږدې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او داراز ځينې کسان تراوسه لادرکه هم دي.

خو د امریکا د دفاع وزیر لايډ آسټن وايي، تر دې دمه د امريکايي ځواکونو او طالبانو ترمنځ کومه ناوړه چلند نه ده شوى او ځواکونه يې طالب قومندانانو سره په اړیکه کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب