سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Home+په توپان کې هم د هيلو ډېوه بله ساتو

په توپان کې هم د هيلو ډېوه بله ساتو

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

که څه هم تحولات دومره په تيزي سره راغلل چې ولس يې توقع نه درلوده، خو عيني شرائطو او د دواړو اړخونو دريزونو ته په کتو له اوسني حالت سره زمونږ مخکيدل د وړاندوینې وړ وو. د سوله ايز حل لپاره راټوکيدلې د هيلو غوټۍ مو ګلئ ورژولې. طالبان يو ځل بيا ارګ ته د بين الافغاني هوکړې پر بنسټ نه بلکې د مټو په زور ننوتل. مګر مونږ باید هيڅ وخت لاس تر زنې نه کينو او د خپلو هيلو ډېوه بله وساتو.

بدبختانه لکه شل کاله وړاندې لکه طالبان چې ايستل شوي وو د پرمختګونو په روانه پيړئ کې هم زمونږ يو بل ولسمشر  يو ځل بيا په درنښت، احترام او له بشپړو تشريفاتو سره د رخصتولو پرځاى  له ارګ څخه پټ وووت. دا هغه ستونځه ده چې مونږ له پيړيو راپدېخوا ورسره بيا بيا مخ کيږو او د حل لاره نشو ورته موندلى.

البته د خوښي ځاى دى چې زما په هيواد کې له پنځو ورځو راهیسې د افغان په لاس بل افغان نه دى وژل شوى هيڅ افغانه مورکئ په جګړه کې د وژل شوي زوى په جسد باندي ساندې نه دي ويلي او هيڅ ماشوم د واک د هوس په جګړه کې نه دى يتيم شوى.

اوس نه غواړو وخت په دې ضائع کړو چې کوم اړخ کومې غلطيانې وکړې، خو دومره وايو چې سولې ته هيڅ اړخ خپلې  ژمنې پوره نشواى کړاى. مونږ يو ځل بيا ثابته کړه چې د نړولو او نسکورولو وړتیا لرو، خو د سمون او بدلون په برخه کې مطلقاً ناکام ملت يو. مونږ يو ځل بيا نړيوالو ته وښودله چې جګړه ګټلاى شو خو د سياست په ډګر کې د ګټلو لپاره که ډير فرصتونه هم ولرو، ورڅخه د ګټې اخیستنې ظرفیت نلرو.

اصل خبره داده چې طالبان اوس په هيواد باندي حاکم دي. هغوى طبعاً په مختلفو برخو کې ستونځې لري.  باید له ټولو ملاحظاتو او له هر ډول امتیاز غوښتنې پرته طالب چارواکو ته داسې سلا مشوره ورکړل شي چې د اسلامي نظام په اډانه کې د هيواد ملي ګټې او ولسي هيلې انعکاس ومومي. ترڅو د افغانانو ترمنځ د واک په سر د جګړې کولو غمجنه لړئ د تل لپاره ختمه شي.

طالبان به کيداى شي پوهيږي چي جنګ اسانه خو د افغانستان اداره کول ستونځې لري. ځينې ډلې ټپلې بيا د مقاومت په نوم د پرديو اجندا پرمخ وړي او غواړي جګړه پيل کړي. ستونځه ايجادولاى شي. که لګښتونه او بهرنى ملاتړ شتون ولري په افغانستان کې جنګي خلک پيدا کول مشکل کار نه دى.

بله ستونځه داده چې له بهرنى نړۍ په ځانګړي ډول له امریکا سره اقلاً د نورمالو اړيکو له ساتلو پرته متأسفانه زمونږ هيواد ته جدي ستونځې پيدا کيږي. د لمړي ګام په توګه د امريکا حکومت د نوموړي هيواد په بانکونو کې د افغانستان پانګه کنګال کړه او ددغه هېواد شپږ زره عسکر اوس هم د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې ميشت دي. مونږ يې د شتون په اړه اندېښنې لرو او نه پوهېږو چې هغوى څه کوي.

ولس مو اوس د هيڅ چارواکي په خبرو باور نه کوي، کړنې يې څاري او د راتلونکي دروند مسئوليت د ادا کولو لپاره ورڅخه په لوړه کچه توقعات لرى. طالبان له جنګي برخې څخه د مديريت او ولسي برخې ته راغلل. هغوى ته د نظام جوړول، د ولس د هيلو پوره کول، د ډيرو ناخوالو سمول، د امنیتي ځواکونو ترتيبول، د کډوالو بيرته راستنول، د افغانانو د فقر لوږې او بيکاري غم خوړل او دغو ټولو ستونځو ته د لګښتونو برابرول د ننګونو په توګه مخته پراته مسئوليتونه دي.

د کابل له نيولو وروسته که څه هم د انديښنو سره سره لله الحمد په غټه پيمانه چور چپاول او بي نظمي ونشوه، خو  په ځينو سيمو کې د خلکو د ځورولو او د ناوړه چلن پيښې رامنځته شوې دي.  په داسې وختونو کې د ناخوالو پېښېدل معمول ده، خو زمونږ د هیواد عيني شرایطو او له طالبانو سره د ښار ميشتو خلکو کلتوري توپير او يا هم په بل عبارت حساسیتونه بوږنوونکې پايلې درلودلاى شي.

که طالبان نه غواړي له ولس سره واټن پيدا کړي او د پخوانیو ناکامو حکومتونو په نوملړ کې راشي، نو د يو واقعي افغان شموله اسلامي حکومت جوړولو ته حياتي اړتیا ليدل کېږي. دا چې طالبانو د ولسمشر غني د حکومت له نسکورېدو مخته ونشو کړاى د نړيوالو په منځګړيتوب او ملاتړ له افغانانو سره د سولې تړون لاسلیک کړي د تأسف مقام دى، چې زيانونه يې لا اوس محسوسيږي، خو اوس هم د افغان شموله حکومت جوړول ناشونئ کار نه دى.

اوس باید خپلې سهوې وارزول شي. ولس ولې د طالبانو په خبرو باور نکوي؟ افغانان په ځانګړي ډول د ښارونو خلک ولې ناهيلى شوى دي؟ د کابل په هوايي ډګر کې له هيواد څخه د تېښتې په موخه د زرګونو خلکو د هجوم له امله د ټولو افغانانو د برم او ملي غرور جنازه ولې پورته شوه؟ علمي کادرونه، پانګه وال او مسلکي فراد ولې هيواد پريږدي؟ څنګه کيداى شي چې په اوسنیو حالاتو کې د ولس باور ترلاسه کړو؟ پورتنيو پوښتنو ته ځواب موندل عملي اقدامات غواړي.

چاپلوسان او غوړه مالان هر وخت  په هر دفتر او دربار کې تر ټولو بد مخلوق وي. هغوى مشران خطا کوي. په غلط ډول يې ذهنونه جوړوي. حقائق ورته مسخه کوي او د تاريخ مستقیم خط ته بدلون ورکوي.  طالب چارواکي باید دغه ستونځه له اوس څخه جدي ونيسي. د تير حکومت د ماتې ستر لامل د غني په شااوخوا د چاپلوسي او فاسدې کړئ شتون وو.

شک نشته چې مونږ ستر بدلون ته سخته اړتیا درلوده خو کاش چې دغه بدلون د تفاهم سولې او ورورولي په فضا کې راغلى واى. مونږ يو ځل بيا د نړيوالو په نظرونو کې ښکته راغلو او له تمدن څخه عاري ملت ورته ښکاره شو. هيله ده چې طالب مشران  په بشپړ نبوي اخلاقي چوکاټ کې له خپل ولس سره د چلن هنر ورته وښيي.

خورا څرګند حقیقت دى چې د طالبانو وروستۍ جنګي پرمختګونه که د پخواني ولسمشر غني د ناوړه تګلارو محصول هم ومنو او د مجبوریت په چوکاټ کې ورته مشروعیت هم ولټوو، خو داهم تر لمر روښانه ده چې شرائط داسې راغلل چې د طالبانو جنګي بريا محسوسيده. حکومت پاشلى وو. فساد غرغړې وهلې ارګ بدنام شو او له ملت سره په ستر واټن کې يې قرار درلوده. په دغه ډول چاپیریال کې د طالبانو نظامي پرمختګونه نه معجزه وه او نه يې هم د وياړونو وړتیا درلوده ځکه چې جګړه د افغانانو ترمنځ وه او داسې جګړه په وياړلو نه ارزي.

د ولسمشر غني د حکومت د داخلي اختلافاتو او کمزوري ديپلوماسي له کبله، طالبانو  د سياست په ډګر کې پراخ امکانات، سرچينې او ملګري درلودل چې حکومت يې انعطاف ته مجبور کړى واى. د حکومت په داخل کې يې ملګري پيدا کولاى شول او د ملي اجماع د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره يې ډير کار کولاى شواى. د ملت ملاتړ او نړيوال اعتبار ترلاسه کولو ورته ستونځه نه درلوده . که پياوړى مديريت واى، نو طالبانو کولاى شواى له مشروع لارې يې واک  ترلاسه کړى واى. ولسمشر غني يې له ټولو نيمګړتياو سره په درنښت رخصت کړى واى، خو متأسفانه داسې ونشو او اوس ورباندي بحث ګټه هم تلي.

زما په اند ملي بيرغ حساسه موضوع ده. په دغه تړاو عجولانه ګام پورته کول حساسیتونه را پارولاى شي. په اوسني ترينګلي سياسي وضعیت کې دغه کار که اړين هم وي نو باید د يوه بين الافغاني تفاهم له لارې شوى واى. سابقه بيرغ او اوسنى بيرغ يوازې په رنګونو کې توپير لري. مونږ ډيرې جدي ستونځې مخته پرتې لرو.

دلته داسې افواهات وو او په ځينو مواردو کې نښو نښانو هم شتون درلوده چې کيداى ځينې پردۍ استخباراتي ادارې د خپلو اجيرانو په لاس ګډوډي جوړه کړي. چور چپاول قتلونه او کوڅه په کوڅه جګړه وشي خو لله الحمد داسې ونشو او طالبانو ښار ته د ننوتلو په موخه پروخت ګام پورته او د سترې فاجعې مخه ونيول شوه.

که طالبان واقعاً د يوه پراخ بنسټه ټول شموله اسلامي حکومت د بنسټ کيښودلو لپاره هوډ لري، نو زما په اند اړينه ده چې دغه مهم نوښت او ستر ملي ارمان په کور د ننه پراخ ملاتړ او غيرمتزلزل نړيوال حمايت په ترلاسه کولو خپل حکومت ته مشروعیت ورکړي. دغه ملاتړ او حمايت ترلاسه کول وخت غواړي. پراخو مشورو، رغنده دريز، وسيع لرليد، د  ملي مشارکت روحيه درلودلو، قرباني، ارزونو او څيړنو ته اړتیا ده، يکه تازي او د واک انحصار فکر ناکامه تګلاره ده چې پخواني ټول حکومتونه يې له ستونځو او ناکامي سره مخ کړل.
په درنښت؛
د يوه اباد، خپلواک او پرمختللي افغانستان په هیله.

3 COMMENTS

  1. سلام
    له ټولو مهم او اساسی خبره داده چې افغانستان نورله اشغاله ووت دشتولتن بیرګ کولکی له جاله او کلانکری خلاص شو .جهان ولید.
    غنی خپلو ملګرو تیرویست ، استخباراتی چبیانو او محافظه کارو چابلو سانو اتلس ډوله غوښه په یوه دسترخان ورسره خوړله . غنی به لا هواکې وه چې همدغو کثیفانو ورپسې سپکې او سبورې وویلې حتی مکار بغاوتګر او حامدکرزی انکار وکړ چې زه خبر نه وم. ته امرالله فسبوکی ،حمدالله سلا کار،بسم الله ګونګ،حیات الله ، روح الله، اسدالله،عمر داود زی خلقی اتمر او نور بدوبلا او په تېره بیا دکاکتوس لافوک رحمت الله اندړ ته.سیاهی لشکر نیاید بکار یک مرد جنګی به از صد هزار.کوم منطق دامنی چې یو پروفیسور دې له یوه خوردضابط ګلم جم سره دپتو دروازو تر شامشوره وکړی هغه هم د یوداسې هېواد لباره چې هیڅ قدرت ته یې غاړه نه ده ایښې.
    سرقوماندان، دپټکو او ګواښونو تش خالی مشر شرمنده کار وکړ او هېواد یې په دریو خلاء وو کې یوازې پرېښود :
    الف-په نړیوال ډګر کې دتجرید اوسقوط خلاء
    ب-سیاسی ګونګه خلاء اوپېچلی خلاء
    ج-امنیتی چارو کې کابل او دکابل هوایی ډګر امن خلاء
    ولس یې چاته پریښود؟
    په اسلامی ،کلتوری او فرهنګی لحاظ هم دیوې مطمنې با صلاحیته اجماع په جوړېدو بریالی نه شو غنی دافغانستان دزعامت په برخه کې به سیاسی،ملی ، او اسلامی برخو کې له پخوا راګیر باتې شو. تل یی بهرنی را ترغیبول چې افغانستان بې ثباته وساتی غنی دطالبانو سر ه مخالف وه او که مواقف په خو به دواړو لورو کې دیوه پایدار ولس به خاطردا مسولیت درلودچې په یوه ډایلاګ کې یوې پرېکړې ته رسېدلی وای چې نه شو غنی هسې په وچ سیاست سپور وه.
    زه تا سره موافق یم ملی ارزښتونه ،سوله ایز ژوند، تفاهم ، انعطاف او واقعا ټولشموله تګلاری او حکومت چې دپروسې ټولو ابزار و ته زمینه برابر کړی کور ودان

  2. ګذشته را صلوات. راځئ مخته فکر وکړو. که په ماضي پسې وګرزو چې چا څه وکړه بيا بنديږو. مايوسي ناهيلي ده. تراژيدي ده. خپل وروڼه مو مړه کړل خپله مورکئ مو بوره کړه او خپل وريرونه مو يتيمان کړل. ګټه بلچا وکړه او کنډواله زمونږ هیواد شو. باور وکړئ له خپل ورور څخه جګړه ګټل په وياړ نه ارزي او بايلل يې پيغور نه دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب