تاند(پنجشنبه، اسد٢٨) – د ګهیځ د ليکوالو او ژورناليستانو ټولنې له طالبانو وغوښتل چې د افغان خبریالانو ژوند او کاري خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
دې ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د خواشینۍ ترڅنګ ویلي، چې تېره ورځ په جلال اباد ښار کې د ملي بيرغ په ملاتړ شوي لاريون پر مهال د پژواک خبري آژانس تصویر اخیستونکی ببرک امیرزاده او د اریانا نیوز تلویزیون خبریال محمود نعیمي وهل شوي او تاوتریخوالى ورسره شوى دى.
دا ټولنه خبريالان بې وسلې او بې طرفه وګړي بولي چې چارواکي خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کوي.
د ګهیځ لیکوالو ژورنالېستانو ټولنه په ننګرهار کې د اسلامي امارت له نظامي او ملکي مسؤولینو غواړي چې بې پرې ژورنالېستان په خپلو چارو کې آزاد لاس پرېږدي، څو دغه ډله د ولس او نظام ترمنځ د پل په حېث خپل رول ادا او ټولنه کې د شته ناخوالو یا په راتلونکي کې د زېږېدونکو ستونزو د مخنیوي په برخه کې، پر وخت خپل مسلکي اجرات ترسره کړي.
اعلامیه کې راغلي: ” ګهيځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنه په هېواد کې له ټولو نظامي او ملکي مسؤولینو غوښتنه کوي تر څو د ژورنالېستانو د ژوند او کاري ساحې د خوندیتوب په برخه کې دوی ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او دوی دې ډاډه کړي چې په کاري ډګر کې یې حيثيت او ژوند خوندی دی.”
ياده دې وي چې تېره ورځ د ننګرهار په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې د ملي بيرغ په ننګه سلګونه کسانو سوله ييز لاريون وکړ چې په جلال اباد ښار کې بيا طالب وسله والو پر لاريون کوونکو ډزې وکړې چې له امله يې يو کس ووژل شو او څلور نور ټپیان دي خو راپورونه وايي چې دوه کسان وژل شوي دي.
د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې ملي بیرغ بیا پورته کړای شو
طالبان وايي، په ننګرهار کې د يادې پېښې په اړه څېړنې کوي.
په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت وروسته ګڼ شمېر افغانان له طالب مشرانو غواړي چې د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ دې نه بدلوي او د افغانستان ملي ارزښتونو ه ته دېاحترام او پاملرنه وکړي.
عام افغان وايي طالب مشران دې د افغان پوځ د بېرته مسجم کېدو لپاره کار وکړي او نه دې پرېږدي چې له منځه ولاړ شي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد. سه شنبه ناوخته په کابل کې خبریالانو ته وویل چې راتلونکی نظام به د ملي بیرغ په هکله پرېکړه وکړي خو د افغان پوځ د بېرته راټولېدو په اړه یې څه ونه ویل.
نن د زمري ۲۸مه (د اګست ۱۹مه) له برتانوي استعمار څخه د افغانستان په بهرنیو اړیکو د واک د بېرته ترلاسه کولو یا خپلواکۍ ګټلو کلیزه ده چې افغانان یې هر کال د ملي بیرغ چې په طیبه کلیمه ښکلی شوی، غازی امان الله خان او نورو غازیانو ته د درناوي په څرګندولو سره لمانځي.