Homeخبرونهامریکا او روسیه وايي، لا وختي دی چې د طالبانو حکومت په...

امریکا او روسیه وايي، لا وختي دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

تاند(چهار شنبه، د اسد ۲۷) امریکا او روسیې اعلان وکړ چې لا ډېر وختي دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جېک سیلفان وویل چې امریکا د طالبانو حکومت اوس د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني او په دې اړه پرېکړه به تر وخت مخکې وي.

ده دا خبره پرون / سې شنبه وروسته له دې په سپینه مانۍ کې په یوه خبري غونډه کې وکړه چې طالبانو د یکشنبې په ورځ کابل ونیوه.

ده وویل«اوس په کابل کې ګډوډ حالت دی، هلته حکومت او اداره نه شته، نو دا به تر وخت مخکې وي چې د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه څه وویل شي.»

له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف پرون / سې شنبه وویل، روسیه د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو کې له بیړې کار نه اخلي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف وویل چې ده له خپل چینايي ساري سره پرون /دوشنبه/ خبرې وکړې او خپل دریځونه یې سره شریک کړل.

بریتانیا هم ویلي چې د طالبانو حکومت به رسمیت ونه پېژني. د دغه هیواد صدراعظم بوریس جانسن پرون د پاکستان له صدراعظم عمران خان څخه هم ورته غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي مخکې ویلي و چې نړیوالو ته به وګوري چې د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه څه پرېکړه کوي او دغه راز به د پاکستان ملي ګټې په نظر کې ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...