جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهاسماعیل خان: نړۍ له افغانستان سره صداقت نه لري

اسماعیل خان: نړۍ له افغانستان سره صداقت نه لري

تاند(شنبه، اس ٢٣) – په هرات کې له وسله والو طالبانو سره بندي شوى د جمعيت اسلامي ګوند مخکښ غړى او جهادي قوماندان امير محمد اسماعیل خان وايي، نړۍ له افغانستان سره صداقت نه لري.

هغه چې اوسمهال له طالبانو سره په بند کې دى وايي، د افغانستان د اوسنۍ جګړې حل لاره تفاهم، يو بل منل دي او ټول باید سولې ته کار وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې يوه طالب خبريال له اسماعیل خان سره مرکه کوي.

طالب خبريال له هغه پوښتي چې اکثره ولايتونه د طالبانو په لاس کې دي نو اوس د افغانستان قضيې په اړه نړیوال څه کولاى شي؟

محمد اسماعیل خان د طالب خبريال د پوښتنې په ځواب کې وویل: “زه فکر کوم چې نړۍ د افغانستان په اړه صداقت نه لري، که دوى صداقت درلوداى نو په افغانستان کې د دوى د شلو کلونو حضور کې وضعیت دې حالت ته نه رسېده. مونږ باید سولې ته رسېدلي واى څو جګړه پاى ته رسېدلې واى. مونږ باید په بهرنيانو متکي نه اوسو. ټول افغانان باید په خپلو کې د ورورۍ فضا رامنځته کړي چې دا جګړه ختمه شي.

هغه د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وايي، له نيولو وروسته په بند کې له طالبانو خاطره نه لري او د ورورۍ او دوستۍ په روحیه يې سره چلند کړى دى.

اسماعیل خان تېره ورځ په ظفر قول اردو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان، هرات والي عبدالصبور قانع، ملي امنیت ريس حسيب صدیقي او يو شمېر نورو سيمه ييزو چارواکو سره وسله والو طالبانو ته تسلیم شو.

د هرات مشهور قوماندان اسماعیل خان طالبانو ته تسلیم شو

ياده دې وي، د لوګر والي عبدالقیوم رحيمي هم تېره ورځ د دې ولایت په سقوط سره سم طالبانو ته تسلیم شوى دى.

وسله والو طالبانو د دوو اونيو په ترڅ کې د نږدې ١٧ ولايتونو مرکزونه ته سقوط ورکړى او حکومت يې د بېرته نیولو ډاډ ورکړى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب