پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهبرېتانیا هم د افغانستان د روان وضعیت په تړاو بېړنۍ ناسته رابللې

برېتانیا هم د افغانستان د روان وضعیت په تړاو بېړنۍ ناسته رابللې

تاند ( شنبه، د اسد ۲۳) د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې لومړي وزیر بوریس جانسن په بیړنۍ توګه د دغه هېواد د کبرا مجلس غونډه را بللې، څو افغانستان کې د تازه سیاسي تحولاتو په تړاو ځینې پریکړې وکړي.

سرچینې وایي د حکومت کبرا مجلس د بریتانیې د لومړي وزیر په مشرۍ د مهمو بریتانوي چارواکو ناسته ده چې د ډیرو اړینو مسایلو په تړاو را غوښتل کیږي.

‏په ورته وخت کې د ناټو غړي هېوادونو استازو هم د افغانستان په تړاو ناسته وکړه.

د ناټو سازمان په یوه اعلاميه کې ویلي، ناټو په افغانستان کې وضعیت څاري او دغه راز له افغان چارواکو او نړيوالې ټولنې سره په اړیکه کې ده.

‏دغه راز ناټو وايي چې له افغان حکومت او ځواکونو ملاتړ کوي او په کابل کې خپل ډيپلوماتيک حضور ته دوام ورکوي.

ناټو د طالبانو له لوري پر روان تاوتريخوالي اندېښنه څرګنده کړې او وايي، نړیواله ټولنه به په زور د طالبانو واک ته رسېدل په رسمیت ونه پېژني.

بل لورته بیا امریکایي رسنۍ وایي ولسمشر جو بایډن د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او ملي امنیت سلاکار سره خبرې کړې او په افغانستان کې یې د روان سیاسي او امنیتي وضعیت په تړاو ځینې مهمې سپارښتنې ورته کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې وضعیت تر بل هر وخت ډېر ترینګلی شوی او عام خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

تازه ‏سرچینې وایي، چې څو شیبې وړاندې د مزار شریف ښار لویدیځ لور ته د ښار پر ورودي امنیتي کمربند وسله والو طالبانو برید کړی او اوسمهال سخته جګړه روانه ده.

افغان حکومت تر اوسه د دې جګړې په تړاو څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ د ولسمشر غني مخکیني لومړي مرستیال مارشال دوستم مزار شریف کې خبریالانو ته ویلي چې بلخ د ټول افغانستان دروازه ده او ټوله هڅه یې داده چې دا دروازه وساتي او د طالبانو پر وړاندې ولاړ دی.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور هم ډاډ ورکړی، چې تر وروستۍ سلګۍ به له بلخ څخه د طالبانو پر وړاندې دفاع وکړي.

نور ویلي هیڅ داسې قدرت نشته چې دی ورته تسلیم او یا یې په زور ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب