دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد ناټو ملاتړ؛ خو ملګري ملتونه وایي د بریدونو نه، بلکې د...

د ناټو ملاتړ؛ خو ملګري ملتونه وایي د بریدونو نه، بلکې د خبرو او سولې وخت دی

تاند (شنبه، د اسد ۲۳) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې پر ښارونو بریدونه ناورین زېږولی شي نو له همدې امله ټولو اړخونو ته په کار ده چې په ښارونو او د عامو وګړو په سیمو کې له نښتو او جګړو ډډه وکړي.

د ګوتریش په خبره د دې جدي اړتیا ده چې بریدونه ودرول شي او مذاکرات چټک کړل شي.

ګوتریش وایي د افغانستان د سولې پروسه د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمنه ده، خو که کومه ډله د زور له لارې واک ته رسېدل او د جګړو دوام غواړي نو دوی به افغانستان منزوي کړي او ملکي تلفات به لوړ شي.

هغه یو ځل بیا له ښکېلو لورو غوښتي چې د جګړو پر ځای دې د سولې لار خپله کړي او روان تاوتریخوالی دې پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې ناټو د افغانستان په اړه بېړنۍ ناسته رابللې وه.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر دې ناستې وروسته خبریالانو ته وویل، ټولو اړخونو له افغان ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

د ناټو عمومي منشي وایي دوی په افغانستان کې ديپلوماتیک حضور ته دوام ورکوي او تر څنګ یې د دوی د ماموریت د پرسونل پر امنیت هم خبرې شوې دي.

سټولټنبرګ همدا راز ویلي چې په افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري او په خبره یې روان تاوتریخوالی بوږنوونکی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب