جمعه, نوومبر 15, 2024
Homeخبرونهد بريتانيا صدراعظم: افغانستان ته به شا نه کړو

د بريتانيا صدراعظم: افغانستان ته به شا نه کړو

تاند(شنبه، اسد٢٣) – د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره سم بريتانيا وايي، نړيوال دې د ترهګرو پر مرکز د افغانستان د بدلېدو مخه ونیسي.

د بريتانيا صدراعظم بوريس جانسون د طالبانو د وروستيو پرمختګونو په غبرګون کې وايي، په داسې وضعیت کې غرب باید له کابل سره همکاري وکړي ترڅو دغه هېواد بيا د ترهګرو لپاره د امن پر ځاى بدل نه شي.

هغه خبریالانو ته وویل: “هغه څه چې اوس يې مونږ باید ترسره کړو دا دي چې افغانستان ته شا نه کړو. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه اقدام وکړو څو ډاډه شو چې افغانستان بيا د ترهګرو د رشد په مرکز بدل نه شي.”

هغه زیاته کړه: “له سياسي او ډيپلوماټيکو وسيلو به کار واخلو او د فشار راوړلو لپاره به د نړیوالو همکاري هم ترلاسه کړو. اوسمهال نظامي لار يا جګړه د حل لاره نه ده چې پرې اقدام وکړو.”

بريتانيا په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري د ځينو ولايتونو په سقوط سره اعلام وکړ چې په نږدې ورځو کې به افغانستان ته شاوخوا ٦٠٠ سرتېري ولېږي څو خپل اتباع له دې هېواده وباسي.

له دې مخکې د بريتانيا د ملي دفاع وزير والاس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتو د نيوکې ترڅنګ د القاعده شبکې د بېرته راتګ په اړه يې خبردارى ورکړى و.

طالبانو په دوو وروستیو اونیو کې د نږدې ١٨ ولایتونو مرکزونه ونيول او د پل علم په نيولو سره اوس د کابل په ٥٠ کيلومترۍ کې قرار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب