Homeخبرونهچارواکي: ۱۷۲ وسله وال طالبان او ٢ دولتي کارکوونکي وژل شوي

چارواکي: ۱۷۲ وسله وال طالبان او ٢ دولتي کارکوونکي وژل شوي

تاند: شنبه، اسد٢٣) – د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۲ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۰۷ نور ټپيان دي.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه طالبان په ننګرهار، لوګر، مېدان وردګ، کندهار او بلخ ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د دغو نښتو پر مهال یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

حکومت داسې مهال وسله والو طالبانو ته د يادې مرګژوبلې د اوښتو خبره کوي چې طالبانو د دوو اونيو په ترڅ کې د نږدې ١٧ ولايتونو مرکزونه ته سقوط ورکړى او اوس دغه ډله د پلازمېنې په ٥٠ کيلومترۍ کې قرار لري.

د طالبانو په لاس د لوګر له سقوط وروسته اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل ولایت په چهاراسیاب کې د عملیاتو په هدف د اضافي سرتېرو د ځاى پر ځاى کولو په تړاو هڅې پیل کړې دي.

بل پلو د طالبانو له لوري د فراه ولایت په سقوط سره په لومړۍ ورځ د دې ولایت د ملي راډیو تلویزیون ټول وسايل او تجهیزات لوټل شوي دي.

د فراه د ملي راډیو تلویزیون آمر محمد هاشم وویل، د ټولو وسايلو په لوټلو د دې رسنۍ نشرات له کاره لوېدلي دي.

دغه راز يوه امنيتي سرچينه وايي، د جمعې په ورځ د فراه په کهدانک سيمه کې نامعلومو وسله والو دوه دولتي کارکوونکي وژلي دي.

په وژل شويو کسانو کې د فراه د استېناف څارنوالۍ کارمند سيداحمد او طالبانو ته تسلیم شوى د کمانډو ځواکونو سرتېرى شيراقا شامل دي.

کمانډو سرتېرى تېر ماښام د فراه په څلورمه ناحيه کې وژل شوى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...