پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+ولې مو خبره هېریږي؟

ولې مو خبره هېریږي؟

تاند- ښايي ډیر واري مو په دې خُلق تنګ شوی وي چې یوه خبره کوئ خو ناببره مو هېره شي. په ذهن فشار راولئ خو نه درپه یادېږي. په دلیل یې پوهېږئ؟

د دې یو دلیل دا دی چې کله هممهاله په څو شیانو فکر کوو، نو ځینې خبرې مو هېریږي ځکه چې د ډېرو انسانانو ذهن په یو وخت په څو بېلو بېلو شیانو یا موضوعاتو تمرکز نه شي کولی.

خو په عین وخت کې انسان دا کار هم کولی شي، په دې خاطر چې د انسان ذهن د یوه قوي کمپیوټر غوندي دی، دا توان لري چې په یو وخت کې څو کارونه وکړي، خو یو څه به هرومرو ګډوډېږي. خو که موږ خپل تمرکز په یوه موضوع وکړو، نو بیا مو نه موضوع هېرېږي او نه کارونه ګډوډېږي.

هغه انسانان چې عمرونه یې کم وي ذهني توان یې هم نسبت هغو کسانو ته کم وي چې ترې د عمر په لحاظ لوی دي. نو له همدې امله د هغوی په پرتله کمه انرژي هم مصرفوي.

هغه کسان چې د عمر په لحاظ کم وي ښايي ذهن یې په یوه وخت کې یو کار هم په سم ډول ترسره نه کړای شي، خو څومره چې لوېږي او ذهني تمرین کوي په همغه کچه یې ذهن قوي کېږي، او په یوه وخت کې د ډېرو کارونو تر سره کولو وړتیا تر لاسه کوي.

لکه څنګه چې د فوټبال یو لوبغاړی له ذهني تمرین پرته نشي کولای چې ښه لوبه ترسره کړي، همدارنګه یو ځوان هم له ذهني تمرین پرته سم فکر او تحلیل نشي کولای. او همدارنګه یو لوبغاړی چې د لوبې په میدان کې وي، نشي کولای چې هم لوبه ترسره کړي او هم له خپل ملګري سره خبرې وکړي، ځکه باید په یوه شي تمرکز وکړي، نو همداسي تاسو هم نشئ کولای چې دوه ذهني کارونه په یوه وخت کې ترسره کړئ، ځکه ذهن مو باید په یوه کار تمرکز وکړي.

نو یوه خبره مو هغه وخت هېرېږي چې تاسو هم غواړئ همغه خبر وکړئ او په ورته وخت کې د یو بل څه په اړه هم فکر کوئ.

نو کله چې مو ذهن په یوه وخت کې دوه ځایه مصروفېږي انرژي یې هم کمېږي او ورسره یې یوه خبره له یاده وځي، که غواړئ چې بیرته یې ذهن ته راولئ، نو ژوره ساه واخلئ او ارام واوسئ، ښايي ذهن مو انرژي بیرته ترلاسه کړي او خبرې مو په یاد شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب