دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد کابل په چهاراسیاب کې د عملیاتو په موخه اضافه سرتېري ځاى...

د کابل په چهاراسیاب کې د عملیاتو په موخه اضافه سرتېري ځاى پر ځاى کېږي

تاند(شنبه، اسد٢٣) – د طالبانو په لاس د لوګر له سقوط وروسته اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل ولایت په چهاراسیاب کې د عملیاتو په هدف د اضافي سرتېرو د ځاى پر ځاى کولو په تړاو هڅې پیل کړې دي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست پرون ناوخته د چهاراسیاب له امنیتي منسوبینو سره وکتل.

د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال له امنیتي مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې د دوی ستونزې او امنیتي ننګونې وارزولې او د وضعیت د ښه والي په برخه کې یې دوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر د دې ناستې پر مهال د عملیاتو او همدارنګه د قوتونو د ځای پر ځای کولو د څرنګوالي په تړاو بحث او خبرې وکړې او په دې حساسو شرایطو کې یې د دوی له کار او فعالیت څخه مننه وکړه.

د چهاراسیاب ولسوالۍ د پولیسو مسوولینو هم د روان امنیتي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ او ژمنه یې وکړه چې تر وروستیو سلګیو به د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ودرېږي.

کورنیو چارو وزارت داسې مهال د کابل چهاراسیاب کې د عملیاتو او اضافي سرتېرو د ځاى پر ځاى کولو خبره کوي چې وسله والو طالبانو په نږدې دوه اونیو کې د افغانستان د لږترلږه ١٨ ولایتونو مرکزونه ونيول.

ولسشمرۍ ماڼۍ د دغو سيمو د بېرته نیولو ډاډ ورکوي او د ولسمشر دوهم مرستيال امرالله صالح وايي، وسله والو طالبانو ته به ماتې ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب