سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي د درېدو...

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي د درېدو غوښتنه کړې

تاند (پنج شنبه، د اسد ۱۴) د اسلامي همکاريو سازمان (OIC) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کچې د لوړوالي په تړاو اندېښنه ښودلې.

یاد سازمان د روان تاوتريخوالي د درېدو لپاره د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر، جنرال ډاکټر یوسف بن احمد العثیمین ويلي، دوی د سولې له هغې پروسې ملاتړ کوي چې د افغانانو په مالکيت او مشرۍ مخته ولاړه شي.

نوموړي په هېواد کې روان تاوتريخوالی په کلکو ټکو غندلی او ويلي يې دي، چې دغه سازمان يو ځل بيا د ترهګرۍ ټولو ډولونو پر وړاندې په خپل کلک او اصولي دريځ باندې ټينګار کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې جګړه ورځ نه بلې ته زور اخلي او ډېر زیان پکې عامو ولسونو ته رسېږي.

له تېرو څو ورځو راهیسې طالبانو د هلمند د لښکرګاه ښار د نیولو لپاره خپلو بریدونو ته زور ورکړی او له بلې خوا افغان امنیتي ځواکونه د ځمکې او هوا له لارې هڅه کوي، چې یاده ډله شاتګ ته اړباسي.

د یوناما د راپور له مخې تر وړمې ورځې په دغه ولایت کې د جګړو له امله څلوېښت ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو ډېر نور ټپيان شوي دي.

راپور کې دغه راز راغلي چې د یادې جګړې له امله ګڼ شمېر خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او په تر ټولو ناوړه بشري وضعیت کې ژوند کوي.

په همدې حال کې اسوشیټډ پریس اژانس د جګړه ځپلو هلمندیانو له قوله ویلي چې جګړو یې ارام اخیستی دی او د بې وزلۍ له امله د ځای بدلولو توان لا نه لري.

دوی له ښکېلو لوریو د جګړې بندولو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې که چېرته جګړه دوام ومومي نو ستر بشري ناورین به رامنځته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب