یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامریکايي الوتکو هلمند کې پر طالبانو هوايي برید کړی

امریکايي الوتکو هلمند کې پر طالبانو هوايي برید کړی

تاند (دوشنبه د اسد ۱۱) امریکایي الوتکو یو ځل بیا د هلمند په لښکرګاه کې پر طالبانو هوایي برید کړی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د دغو حملو د پخلي ترڅنګ ويلي چې په دې برید کې اووه طالب وسله وال وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پر خپل ټویټر په یوه ټویټ کې لیکلي چې د دې برید په نتیجه کې د طالبانو زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

ورته مهال امنیتي چارواکي وايي چې د هلمند ولایت پر زندان يې د وسله والو طالبانو لوی برید پر شا تمبولی او له زندان څخه يې ساتنه کړې ده.

په لښکرګاه ښار کې د ننه د هلمند پر عمومي زندان تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو ډله ییز برید وکړ چې د چارواکو په وینا زندان افغان ځواکونو ساتلی.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند وايي، طالبانو تېره ورځ ناوخته پر لښکرګاه ښار او عمومي زندان برید وکړ چې یاد برید د امنیتي ځواکونو له توند غبرګون سره مخامخ شو او په وینا یې د دې برید په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

ډګرمن عبدالقدیر بهادرزي نن دوشنبه وویل چې پر طالبانو هوایي بریدونه هم شوي چې په پایله کې یې تر ۳۸ پورې وسله وال وژل شوي، خو دا نه یې ونه ویل چې دغه بریدونه افغان هوایي ځواک او که امریکایانو کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب