یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهافغان ځواکونو په هرات ښار کې چاڼيز عملیات پېل کړي

افغان ځواکونو په هرات ښار کې چاڼيز عملیات پېل کړي

تاند (دوشنبه د اسد ۱۱مه )  هرات ښار ته د افغان ځانګړو ځواکونو له رسېدو وروسته له دغه ښار نه د طالبانو د شړلو لپاره چاڼېز عملیات پېل شوي دي.

د هرات د والي ویاند وایي چې د دغه ښار په دویمه، دریمه، اوومه او څورلسمه ناحیه او سویلي سیمو کې ځمکني او هوایي عملیات روان دي.

بل خوا د هرات پوځي شورا د دغه ښار د ځينو سیمو له اوسېدونکو غوښتې چې له خپلو کورونو راونوځي.

دمګړی د هرات ښار پر فضا د افغان پوځ چورلکې د ګرځېدو په حال کې دي.

دغه عملیات په داسې حال کې پېل شوي دي چې طالبانو تېره شپه ددغه ښار پر ځينو برخو پراخ بریدونه کړي دي.

په هرات کې د طالبانو د بریدونو په زیاتېدو سره په دغه ولایت کې پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان پر ټولو هراتیانو غږ کړی دی چې د طالبانو پروړاندې پاڅون وکړي.

بل خوا د هرات والي عبدالصبور قانع ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه به پرېنږدي چې دغه ښار سقوط شي، نوموړی وایي چې افغان ځواکونه ددغه ښار د دفاع لپاره هر ډول چمتوالی لري.

په همدې حال کې نن په کابل ښار کې یو شمېر هراتي ځوانان د اعتراض په توګه راټول شوي وو او د هرات ښار وضعیت ته یې د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب