دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهامريکايي جنرال: افغانستان له خونړۍ او وحشي جګړې سره مخ کړاى شو

امريکايي جنرال: افغانستان له خونړۍ او وحشي جګړې سره مخ کړاى شو

تاند (دوشنبه ،اسد ١١) – له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو په وتو سره په افغانستان کې د دغو ځواکونو پخوانى قومندان متقاعد جنرال ډېوېډ پيټریاس په دې باور دى چې امریکا د سويلي اسيا يو هېواد (افغانستان) په يوه خونړۍ او وحشي جګړه کې ښکېل پرېښود.

جنرال پيټر،یاس چې د سى اى اې مشر هم پاتې شوى، له دې مخکې وړاندوینه کړې وه چې امریکا ښايي له افغانستانه د ټولو ځواکونو په ايستلو پښېمانه شي او خبردارى ورکړى و چې وسله وال طالبان به ډېرې سيمې لاندې کړي.

هغه د دې خونړۍ او وحشي جګړې تر ټولو بده سناریو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زياتوالى او په دې هیواد کې د یوې خورا خونړۍ کورنۍ جګړې د پیلېدا احتمال وباله چې د کندهار او هلمند محاصره يې ښې بېلګې ګڼي.

پيټریاس زياته کړه، وسله والو طالبانو مهمه او سټراټېژيکه د کندهار – هرات لويه لاره هم تر ولکې لاندې راوستې او د ده په وینا اوسنۍ جګړه کټ مټ د 1990 کلونو په څېر ده چې طالبان بريالي شوي وو.

نوموړي زیاته کړه: “ټوله نړۍ به وګوري چې موږ ډيموکراسي يا هغه ارزښتونه نه ساتو چې په ټوله نړۍ کې يې ترويجوو. بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه، د تعلیم حق، د بيان او مطبوعاتو ازادي دا ټول په افغانستان کې نيمګړي او له منځه تلونکي دي.”

دغه امریکايي جنرال خبردارى ورکړ، که وسله وال طالبان نورې سيمې لاندې کړي نو افغانستان ته به د القاعده د تروريستي شبکې بيا راتګ ته زمینه برابره کړي. ده پر امریکا نيوکه وکړه چې ولې يې د دوحې له تړون وروسته هر څه طالبانو ته ورکړل او خپل لږترلږه 3500 سرتېري يې هم په دې هېواد کې ونه ساتل.

ياد امريکايي جنرال د امریکا لپاره دا معقوله وبلله څو د کندهار او بګرام هوايي اډې له لاسه ورنه کړي او په خبره يې، افغان ځواکونه په لوړه تخنیکي کچه روزنې او لوجستیکي مرستې ته اړتیا لري ځکه دغه ځواکونه اوس د دې کار وړتیا نه لري.

جنرال ډېوېډ پيټریاس دغه راز وويل، امریکا په زوره پر افغان حکومت د زرګونه طالب بندیانو خوشې کولو پرېکړه وکړه خو د اوسني وضعیت د کابو کولو لپاره يې بايد په افغانستان کې لږترلږه 3500 سرتېري ساتلي واى.

دغه متقاعد امريکايي جنرال داسې مهال په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او وسله والو طالبانو د تاوتریخوالي د زياتوالي په اړه څرګندونې کوي چې دمګړى له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل په بشپړېدو دي او يواځې وخت نا وخته د افغان ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو هوايي بریدونه کوي.

خو دغه جنرال يواځنى پخوانى امريکايي نظامي چارواکى دى چې په لومړي ځل يې د افغانستان په اوسني وضعیت کې د امریکا پر ناکامو او ناسمو پرېکړو نيوکې وکړې.

1 COMMENT

  1. یوه روحانی مقوله ده:
    ” چی څوک ځان نه وپېژنی نو خدای به نه وپېژنی”.
    پدې حساب
    چی یو څوک امریکه او انګریز نه پیژنی هغه کس اصلاً خپل ځان نه پیژنی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب