جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد «خاشه ځوان» وژل کېدو د لر او بر افغانانو توند غبرګونونه...

د «خاشه ځوان» وژل کېدو د لر او بر افغانانو توند غبرګونونه راپارولي

تاند (چهارشنبه د اسد ۶) په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپرې شوې ویډیو کې ښودل کیږي چې یو شمېر وسله والو د کندهار محلي ټوکمار نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور و، په موټر کې کینولی، لاسونه یې شاه ته تړلي او په مخ یې په څپېړو وهي.

په ویډیو کې د یوه وسله وال غږ اورېدل کېږي او خاشه ته پر مخ څپېړې ورکوي ویل کیږي طالب دی، وسله وال له خاشه ځوان څخه پوښتنه کوي چې په کوم ځای کې نیول شوی دی، هغه ورته وايي کور ته د اختر په رخصتۍ راغلی و چې ونیول شو.

قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي، د جولای په ۲۳مه د خاشه د وژنې مسؤلیت پر غاړه واخیست. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې خاشه یې د کندهار ښار ۱۵مې حوزې په سیمه کې وژلی دی.

خو امنیتي مسؤلینو ویلي چې وسله والو طالبانو خاشه ځوان له خپل کوره اېستلی او د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې یې وژلی دی.

د هغه مړی یې کورنۍ ترلاسه کړی دی. چارواکي‌ وايي د هغه لاسونه تر شاه تړل شوي و. ویل کیږي چې خاشه ځوان یو مهال پولیس هم و خو ‌‌‌‌‌‌تر ډېره په خپلو ټوکو ټکالو مشهور و او په ټولنیزو رسنیو کې یې ګن شمېر مینه وال درلودل چې وژل کېدا یې ټوله خواشیني کړي دي.

له افغان چارواکو څخه نیولې تر عادي افغانانو پورې خلکو د هغه وژل او قاتلان غندلي دي.

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په خپل فیسوک کې لیکلي دي، «د کندهار د خاشه ځوان ویدیو چې تر صحرایي اعدام مخکې اخیستل شوې ښيي چې طالبان نه شریعت ته پابند دي، نه محکمه لري او نه قانون او انسانیت.»

هغه د افغانستان له هنرندانو، طنز ویونکو او نورو اړوندو افرادو غوښتي چې دا کار وغندي او خپل غږ اوچت کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی. هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي، «…د خاشه وژلو یو ځل بیا د دغې خاورې او د دې خاورې له فرهنګ، هنر او ازادۍ سره د دښمنانو دښمني ښکاره کړه…»

یو شمېر افغان هنرمندانو او د مدني ټولنې فعالانو هم د خاشه وژل غندلي دي.

د افغانستان د سینما یو ستوري رسول ایمان د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې په دې اړه عدالت وغواړي. هغه لیکلي، «د هېواد ښه ټوکمار یې شهید کړ. بشري حقونه چېري دي؟»

یو افغان ورزشکار احمد رومان عباسي لیکلي، «د خاشه جرم څه و؟ یا په بله وینا « بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ». هغه به طنز ویل او خلک به یې خندول، ولې داسې وحشانه ووژل شي.»

په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم دا پېښه غندلې ده، « دا د طالبانو لخوا وژل شوي د یوه افغان کامېډین فضل محمد مړی دی. له کله چې د دوحې د مذاکراتو پایلې لانجمنې شویدي، نړۍ د طالبانو پر ظلمونو چوپه ده . په نومړو مذاکراتو کې د طالبانو د پټنځایونو په هکله هیڅ یادونه نه ده شوي. د پښتون افغان په خاوره په یوه نوي بڼه جګړه دوام لري.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ غړي محسن داوړ هم د خاشه په وژل کېدا سخته خواشیني ښودلې ده، « افغان کميډن نظر محمد وسله والو طالبانو د خپل کور په زبردستي تيښتي نه وروسته شهيد کړي شو؛ نظر محمد د انسانانو په خوله خندا راوسته؛ خو طالبانو د شخصيت له وجی پرې نه ښود او شهيد يه کړو؛ وسله والو طالبانو خپل مرګ وژنې پیل کړی دې او نړۍ يه تماشه کوي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب