دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+سویلي افریقا له آیرلنډ نه شل اوره لوبلړۍ ۳ـ۰ وګټله

سویلي افریقا له آیرلنډ نه شل اوره لوبلړۍ ۳ـ۰ وګټله

تاند ( یکشنبه، د اسد ۳) په درېیمه شل اوره لوبه کې هم سویلي افریقا آیرلنډ ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې ترې ۳ـ۰  وګټله.

په وروستۍ او درېیمه لوبه کې سویلي افریقا د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه.

سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۹ منډې وکړې.

تمبا بوما ۷۲، ریزا هندریککس ۶۹ او ډیویډ میلر ۳۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ایرلنډ د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یواځې ‍۱۴۰ منډې وکړې او لوبه یې بایلوده.

ددې لوبې غوره لوبغاړی تمبا بوما وټاکل شو، خو د لوبلړۍ غوره لوبغاړی بیا ډېويډمېلر وټاکل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب