دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمحمود احمدي نژاد د طالبانو دريځ غير انساني او غير اسلامي وباله

محمود احمدي نژاد د طالبانو دريځ غير انساني او غير اسلامي وباله

تاند(يکشنبه، اسد3) – د ايران پخوانى ولسمشر محمود احمدي نژاد وايي، د اسلامي حکومت د رامنځته کولو لپاره د طالبانو لاره او دريځ نه انساني ده او نه اسلامي.

هغه وویل: “دا چې طالبان وايي مونږ غواړو اسلامي حکومت رامنځته کړو او هغه هم وطن له فتحې وروسته نو دا ادعا غيرعقلاني ده. مونږ داسې کوم شى نه لرو، دا نه کوم عقلاني کار ده، نه انساني، او نه اسلامي. دا څو زره کاله مخکې وخت ته بېرته ورتګ ده.”

نوموړى وايي، د طالبانو پر نورو د خپلې عقيدې تپل په بشپړ ډول غيرعقلاني او ناسم دى.

هغه په دې مرکه کې وویل، بهرني قدرتونه د طالبانو ملاتړ کوي او دغه قدرتونه به بله ورځ طالبان يواځې پرېږدي او د هغوى پر وړاندې به ودرېږي.

نژاد زياته کړه، افغانان کولى شي د ټاکنو له لارې د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي او هغه هم په قانوني چوکاټ کې چې خلکو ته د منلو وي او حکومت رامنځته کړي. کوم کار چې طالبان کوي سل سلنه اشتباه ده او سل په سلو کې د مستکبرانو د ګټو په خدمت کې دي او د افغانستان خلکو لپاره ګټه نه لري.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

3 COMMENTS

  1. بلکل درست یی ویلی دی طالبان به یو وار لکه پاکستان جی پری امریکه راوسته او له مینځه یی یوړل داسی کار به په وخت تیریدو سره کوی.د پاکستان ګټی به همیش په څیر خوندی وی.د طالبانو او ددی وطن او اسلام خیر په سوله کی دی . او د خیر کار کی اجله کول په کار دی

  2. د طالبانو دا کار به انساني نه وي خو اسلامي دی. ځکه دا هر څه چې دوی یې کوي، هغه په قران او حدیث کې شتون لري او دوی یې د هماغه ځای څخه را اخلي. انسانیت او اسلامیت دواړه په یوه ځای شتون نشي لرلی. یو ښه مسلمان نشي کېدای چې ښه انسان اوسې (ځکه هغه باید د کفارو پر ضد تر قیامته پورې جهاد وکړي او د کفارو سرونه ووهي)او یو ښه انسان نشي کېدای چې ښه مسلمان و اوسي( ځکه هغه د نورو انسانانو سرونه نه وهي او د هر چا دین او عقیدې ته درناوی لري). د دې دلیل دا دی چې د قراني حکمونو پلي کول په یوه عصري ټولنه او یوویشتمه پېړۍ کې نا ممکن دي. له بلې خوا په اسلامي ټولنه (هغه چې طالبان یې په نظر کې لري) کې د انساني حکمونو پلي کول او ډیموکراسي امکان نه لري. مننه

  3. دې کې هیڅ شک نشته چې طالب نه انسان دی نه مسلمان. یوازې يوه ډله وحشي ځناور دي چې یوازې پنجاب پېږني. نور هر څوک چې په لاس ورشي که ښه وی که بد، لکه سپي یې داړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب