دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهدانش: نړیوالې ټولنې طالبانو ته نسبي مشروعيت ورکړى

دانش: نړیوالې ټولنې طالبانو ته نسبي مشروعيت ورکړى

تاند: “يکشنبه، اسد3) – د ولسمشر مرستیال سرور دانش وايي، پر ځينو سيمو د طالبانو په واکمنېدو سره ښکاره شوه چې د طالبانو فکر نه دى بدل شوى او هماغه د پرون ورځې طالبان دي.

هغه پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي:” د طالبانو په منځ کې يواځنى بدلون چې راغلى هغه دا ده چې د نړيوالې ټولنې، د نږدې او لرې هېوادونو په سهوه دغې ډلې ته نسبي مشروعیت ورکړى او ځان د خيالي جګړې فاتحين بولي.”

د ولسمشر مرستیال، د طالب زندانيانو د خوشې کولو لپاره پر افغان حکومت فشار راوړل، په چټکۍ د بهرنيو ځواکونو وتل او د طالبانو پر وړاندې د افغانستان د خلکو يواځې پرېښودل د نړیوالې ټولنې د نه بخښنې سهوه بولي چې هېڅکله د جبران وړ نه دي.

دانش وویل، طالبانو په غزني، کندهار، غور، بادغیس او نورو سیمو کې لسګونه ملکيان عام وژلي او په عام وژنه يې لاس پورې کړى او دغه راز يې زېربناووې له منځه وړي.

هغه زياتوي، طالبانو په وروستیو ورځو کې په ځينو سيمو کې له تښتولو وروسته په زوره ځينې ښځې ودونو ته اړ کړي، سيمه ييزې رسنۍ او د بيان ازادي يې بندې کړي، هنرمندان يې وژلي، د خلکو کورونه يې چور کړي او خلک يې کډوالۍ ته اړ ایستلي.

دانش په وينا، نړیوالې ټولنې درک کړې چې طالبان د واقعي سولې پلوي نه دي او جګړه د سياسي حل لارې غوره بولي او نړیوالو کنفرانسونو ته د دې ډلې بلل يې ناسم چلند وباله.

طالبانو تراوسه په د ولسمشر د يادو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب