دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د افغانستان لومړی ورزشکار د المپیک له سیالیو بهر شو

د افغانستان لومړی ورزشکار د المپیک له سیالیو بهر شو

تاند ( یکشنبه، د اسد ۳) د توکیو د ۲۰۲۰ کال په المپیک سیالیو کې نن یکشنبه افغان لوبغاړی مهدی یاوري د نښې ویشتنې په برخه کې ونه توانېده، چې د بادي ټوپک په لس متره واټن کې بریالی شي او له همدې امله له سیالیو بهر شو.

په ورته وخت کې په یادو لوبو بل افغان لوبغاړي عبدالله صدیقي چې د المپیک نړیوالې کمېټې د مهاجرینو له ټیم څخه يې ګډون کړی وو، له خپل سیال ژاوشوای څخه چې د المپیک د نړۍ د سرو زرو دوه مډالونه لري ماتې وخوړه.

که دا چینايي لوبغاړی فاینل ته لار ومومي نو صدیقي به د برونزو مډال ترلاسه کړي.

 د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې به د افغانستان په ګډون له ۲۰۷ هیوادونو څخه ۱۱ زره ۳ سوه لوبغاړي په بېلابیلو سیالیو کې ولوبیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب