یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد لغمان د الینګار ولسوالي مسؤولین، ملي امنیت نیولي دي

د لغمان د الینګار ولسوالي مسؤولین، ملي امنیت نیولي دي

تاند (چهارشنبه د سرطان ۲۳) د لغمان د والي عبدالولي واحدزي په مشري د سه‌شنبې د ورځې نظامي شورا په ځانګړې ناسته کې د الینګار ولسوالي د هغو مسوولینو په اړه لازمې پریکړې وشوې چې په لوی لاس یې ولسوالي او مهمات طالبانو ته پریښي وو.

د یاد ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د الینګار ولسوالي ولسوال، سرپرست امنیه قومندان، د ملي اردو د کنډک درستیزوال او د ملي امنیت د امریت مرستیال د ولایت له رهبري او ۲۰۱سیلاب قول اردو څخه د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د مرستې غوښتنه کړې وه چې په وخت ورته هوایي حمایه ور ورسیده.

د مالوماتو له‌مخې د ولسوالي مسؤولینو د قول‌اردو او ولایت له رهبري سره له مشورې پرته د ولسوالي تعمیر، زیات شمېر وسایط او نظامي تجهیزات طالبانو پریښي وو.

اعلامیه کې ویل شوي، نظامي شورا پریکړه وکړه چې یادو مسوولینو په لوی لاس له دښمن سره سودا کړې او د مکافاتو او مجازاتو د اصل د پلي کېدو په خاطر عدلیي او قضایي ارګانونوته ور وپیژندل شول.

د سرچینې په خبره، نیول شوي کسان اوس مهال په ملي امنیت ریاست کې تر جدي پوښتنو لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درې ورځو راهیسې طالبانو د الینګار ولسوالي پر تعمیر او شاوخوا امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي وو چې زیات شمېر وسله وال او مهم قومندانان یې د افغان هوایي ځواکونو په بریدونو کې ووژل شول.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب