د چين ميډيا ګروپ (CMG) خبريالانو ته فرصتونه برابروي، څو د چين له بېلا بېلو سيمو ليدنه وکړي. دا ځل يې کورني او بهرني خبريالان د شینجيانګ په سفر روان کړي، چې زه هم د همدغې رسنيزې ډلې غړی وم.
د سي اېم جي خبريالانو د دغه سفر په لړ کې د شينجيانګ د اوېغور کورواکې سيمې له مرکز اورمچي، بورکلا مغولي کورواکې سيمې او ايلي قزاق کورواکې سیمې څخه ليدنې وکړي او د سيمې پرمختګونه او حالات يې له نږدې وليدل.
کله چې مونږ د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د ييلي قزاق کورواکې سيمې قورغاس ولسوالۍ ته ورسيدو، نو د دې ولسوالۍ د ښار څنګلوري د سه ګونګ کلي سيلانيزې سيمې ته په چکر ورغلو او هلته مو په لاوينډر ګلانو سترګې ولګېدې، چې پر ټولې سيمې يې بانجاني رنګه څادر غوړولی و او شاوخوا سيمه د ګلانو سمندر په څېر ښکارېده.
دغه ګلان د سنبل ډول دی، چې په چينايي ژبه کې ورته شيون يي څاو ويل کېږي او په انګليسې کې ورته لاوينډر وايي، ډېر ښه بوی لري او د عطر په جوړولو کې ښه کار ترې اخيستل کيږي او ځايي خلکو په پراخو ځمکو د همدغو ګلانو کر کړی دی.
سه ګونګ کلی د قورغاس ولسوالۍ د لاوينډر ګلانو د کر نمونه بلل کيږي.
د دغې سيمې کرنيزه ځمکه شګلنه ده، کوچنۍ تيږې يا ډبرې لري او په پخوا وختونو کې به د شګلن ځای په نوم ياديده.
ځايي خلکو به دلته د جوارو او غنمو کرکيله کوله، خو کمې ګټې به یې ترلاسه کولې، ځکه ښه حاصلات يې نه درلودل.
د قورغاس ولسوالۍ ځايي اوسيدونکو په ۲۰۱۰م کال کې، د سيمه ييز حکومت د زراعت رياست په لارښوونې د لاوينډر ګلانو په کر کيلې پيل کړی، چې اوس ښې ګټې ترې اخلي.
دغه ګلان د هر کال په جون کې غوټۍ پرانيزي او غوړيږي او ځانګړتياوې يې دا دي، چې ډېرې کمې اوبه غواړي او يو کښت يې څو ځله حاصل ورکوي.
د مالوماتو له مخې، اوس د دغه کلي د دغو ګلانو د کرلو مساحت څه ناڅه څلور زره جريبه ښودل شوی او هره کورنۍ له دغو ګلانو څخه د کال ۲۵ زره يوان، چې شاوخوا دوه سوه او پنځوس زره افغانۍ کيږي، ګټې ترلاسه کوي.
د دې تر څنګ، د زراعت سيمه ييزه اداره له تصديو سره د ګلانو عطر، ډول ډول تېلو، سابونونو او خوشبويه بالښتونو په شمول صعنتي چارو کې همکاري کوي او انلاين دوکانونه يې ورته پرانيستلي دي.
سربېره پر دې ځايي اوسيدونکي د ګلانو د کرلو، د توليداتو د خرڅلاو، د رسټورانټونو او هوټلونو د پرانيستلو له لارې ګټې ترلاسه کوي او د لاوينډر ګلانو د سيلانۍ ځای يې هم جوړ کړی دی.
د دې سيمې د سيلانۍ بازار ښه تود دی، سيلانيان د ګلانو د کتلو او ساتيري لپاره ورځي او بل دا چې ځايي خلک يوازې د دغو ګلانو ګټو ته نه دي ناست، بلکې دوی هلته رسټورانټونه او هوټلونه هم پرانيستلي، د سیلانيانو خدمت کوي او خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي.
ويل کيږي، چې ځايي خلک د همدغو چارو پر مټ له بې وزلۍ څخه وتلي او د سيمې چاپيريال هم ورسره ښه شوی دی.
د مالوماتو له مخې په قورغاس ولسوالۍ کې د دغو ګلانو د کرعمومي مساحت له اتلس زرو جريبو څخه زيات دی او هر کال د دغو ګلانو د تيلو توليدي اندازه له دوه سوو ټنو څخه زیاته وي او د وچو ګلانو توليدي اندازه يې بيا له لس زرو ټنو څخه ډېره وي او ځايي خلک له دې لارې کابو يو ميليارډ يوانه، چې شاوخوا لس ميليارډه افغانۍ کيږي، ګټې ترلاسه کوي.
د چين دوديز طب دغه ګلان ډېر ګټور بولي او خلک یې د زعفرانو او چای په څېر په اوبو کې اچوي او بيا يې څښي. په چيني دوديز طب کې دغه ګلان د درد کمولو، د روحي ارامتيا او د معدې ناروغۍ د علاج لپاره کارول کيږي.
د قورغاس ولسوالۍ ځايي خلک په پټيو کې دغه ګلان کري او ښې ګټې ترې اخلي او ويل کيږي، چې د دغو ګلانو کرکيلې د ځايي خلکو بې وزلي او نيستي هم غوڅه کړې ده.
ما د دغو ګلانو په ليدو، د افغانستان زعفران سترګو ته ودرېدل، ځکه لاوينډر ګلان هم د زعفرانو په شان اقتصادي ګلان دي. افغانستان ډېر ښه زعفران لري او کيفيت يې هم ډېر ښه دی او لس کاله کيږي، چې د نړۍ د زعفرانو په لېست کې پر له پسې مخکښ ځای نيسي.
د قورغاس ولسوالۍ خلک د لاوینډر ګلانو د کر، توليد، انلاين پلورنې او د سيلانۍ پرانيستلو په شمول ډېرې ګټې اخلي، نو افغانان هم کولی شي، چې د اقتصاد د پرمختګ دغه موډل د افغانستان په ځينو ځايونو کې تر سره کړي او خپل اقتصاد پرې ورغوي.
که چېرته افغانانو د دغو ګلانو کر ته مخه کړي او بازار موندنه ورته وشي، نو باوري یم، چې ډېر خلک به له بېوزلۍ سره مخه ښه وکړي او ښه ژوند به ولري. دوی به نه يوازې د ګلانو ګټې واخلي، بلکې د سيمې سیلانيزې چارې به هم ورسره وغوړیږي.