دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهامریکا سفارت: طالبانو هر ډول ورانکاریو ته لاس اچولی

امریکا سفارت: طالبانو هر ډول ورانکاریو ته لاس اچولی

تاند (یکشنبه د سرطان ۶مه) په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر ویلي، طالبانو په فاریاب ولایت کې هر ډول ورانکاري فعالیتونه پیل کړي دي.

شارژدافیر راس ویلسن ويلي، د فاریاب ولایت په اندخوی کې د طالبانو د وروستیو ورانکاریو په اړه یې ټکان ورکوونکي راپورونه ترلاسه کړی دي.

ویلسن پر خپله ټویټرپاڼه په همدې اړه زیاته کړې: “د طالبانو له خوا د دوکانونو او دولتي ودانیو سوځول، د خلکو نیول او د تاسیساتو او مخابراتي پایو ورانول د دې ډلې افراطیت او د افغانانو بشري حقونو ته نه درناوی په ډاګه کوي. “

وروسته له هغې چې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې دولتي ودانۍ له نیولو وروسته وسوځولې او یا یې هم په بمونو والوځولې، په کور دننه او بهر یې د ګڼ شمېر افغان مشرانو، سیاسینو، چارواکو او عامو خلکو توند غبرګونونه را وپارول.

طالبانو د امریکا د سفارت د شارژدافیر د نننیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. هغه به هم لکه طالب کوم بې پلاره او بې موره کس وي. د انسان اولاد او د انسان په دسترخوان لوی شوی کس خو په خدای که دومره کم ذاته او ذلیله وي چې د برق پایې یا نور دولتي تاسیسات به بمونو والوزوي. دوی یوازې په غریبو کورنیو او مریضانو ظلم کوي. لعنت په دا رقم مسلماني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب