جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو کمېسیون: د م. م. امنیت شورا دې د افغان...

د بشري حقونو کمېسیون: د م. م. امنیت شورا دې د افغان ملکيانو پر وړاندې جنایتونه وڅېړي

تاند (یکشنبه د سرطان ۶) د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې یو پلاوی وټاکي څو په دې هېواد کې د ملکیانو پر وړاندې جنایتونه وڅېړي.

دې اکمېسیون نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، اړتیا ده تر څو هدفي وژنې، پر قومي او مذهبي لږکیو او ښوونیزو مرکزونو بریدونه ژر تر ژره وڅېړل شي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان حکومت باید د دې غوښتنې ملاتړ او د دې پلاوي د ايجاد او څېړنې په برخه کې همکاري وکړي.

د بشري حقونو کمېسیون د خپلو دوو همکارانو فاطمه نتا شاه خلیل او احمد جاوید فولاد د وژل کېدو د لومړي تلین په منابست د هغوی د قاتلینو د نه پيدا کېدو برخه کې پر حکومت نیوکه کړې ده.

د یادونې ده چې د بشري حقونو کمېسیون دغه دوه کار کوونکي د تېر ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

تر دې وړاندې هم د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون او د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په دغه هیواد کې د ملکي تلفاتو په هکله اندېښنه ښودلې وه او د جګړې پر ښکېلو اړخونو یې غږ کړی چې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب