جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد لغمان د الینګار ولسوالۍ بازار تېره شپه د جګړې له امله...

د لغمان د الینګار ولسوالۍ بازار تېره شپه د جګړې له امله سوزېدلی

تاند ( یک شنبه، د سرطان ۶) د لغمان ولایت اوسېدونکي وایي، چې د دې ولایت د الینګار ولسوالۍ بازار د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې سوزېدلی دی.

ځایي اوسېدونکي او عیني شاهدان وایي، چې دې بازار تېره شپه د جګړې له امله اور واخیست او په کې شته هټۍ ټول دوکانونه وسوزېدل.

د سیمې د خلکو په وینا په دې بازار کې ۸ دوکانونه سوزېدلي او عامو خلکو ته یې شاوخوا ۳ ملیونه افغانۍ مالي زیان اړولی دی.

د یادې ولسوالۍ ولسوال حبیب الرحمن هم مني، چې یاد بازار تېره شپه د جګړې له امله اور اخیستی دی.

نوموړی وایي په دې پېښه کې هټیوالو ته شاوخوا ۱۲ لکه افغانۍ زیان اوښتی دی.

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې اوس هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

چارواکي ډاډ ورکوي، چې د زیانونو له ارزونې وروسته به د خلکو یو څه لاسنیوی وکړي.

بل لورته بیا وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب