جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهشیخ رشید افغان طالبانو ته؛ د پاکستان ضد ترهګرو ډلو ته د...

شیخ رشید افغان طالبانو ته؛ د پاکستان ضد ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه مه ورکوئ

تاند (یکشنبه د سرطان ۶) پاکستان له افغان طالبانو غوښتي چې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې ګواکي د پاکستاني طالبانو په ګډون ځینې ډلې د پاکستان ضد فعالیتونه ترسره کوي او افغان طالبان یې باید مخه ونیسي.

رشید وویل افغان طالبان دې د پاکستاني طالبانو تحريک ته هم اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې په استفادې د پاکستان پر ضد اقدام وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د پاکستان د پارلمان یوه غړي هشام انعام الله هم طالبان په افغانستان کې ددوی په ګټه بللي و او په خبره یې پاکستانیان باید ددوی منندوی وي.

نوموړي ویلي و چې ښه طالبان افغانستان کې د پاکستان د دفاع له پاره جګړه کوي او په خبره یې چې تر پاکستاني پوځ وروسته باید افغان طالبانو ته دعا دعا په کار ده چې تل یې د پاکستان د ګټو په خاطر جګړې کړي دي.

د انعام الله تر خبرو وروسته دغه هېواد کې پر ټوېټر یو هشټک چې “طالبان زموږ ساتونکي دي” هم پیل شوی دی او ډېرو پاکستانیانو د طالبانو په ملاتړ لیکنې خپرې کړي دي.

په دې هشټګ زرګونه ټویټونه شوي و چې ګڼ شمېر پاکستانیانو په کې افغانستان کې د طالبانو د حکومت د جوړېدو هیله کړې وه.

افغان دولت تل ټینګار کړی چې پاکستان له طالبانو سره ژورې اړیکې لري، پټنځایونه یې ورته ورکړي او په افغانستان کې یې د خپلو ګټو له پاره جنګوي، خو طالبانو بیا پر دې مسئله تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. الله پاک دی تباه او برباد کړه او له خدای ج قهار غواړو چی د ځمکی له سره ورک سی. او ددی مظلومو مسلمانانو ښیرا که در پسی وه همداسی کیږی. دلته دی خلک وژنی او هلته دا مرتد هیواد په زمزمو لکه چی وینځل شوی د چټلستان چی څومره فوځی جنرالان او وزیران دی کلمه طیبه نسی ویلای او دلته په دی خاوره کښی ۹۹. ٪ خلک مسلمان دی، هلته شرابخانی او فاحشه خانی دولت ته ټکس ورکوی او د هغی پیسو نه پنجابیان خپل اولاد تغذیه کوی چی دا حرامیان دی او کنه، د هماغه پیسو نه د دینی مدرسو سره کمک کوی چی قاتلین کښی تربیه کیږی نه علما، هر مفتی په زنا، لواطت او شرابو روږدی دی نوه هغه به څه عالم تربیه کړی برته له حرامونی، او د دی د شیطان خبری زموږ په طالبانو ښه په زغرده دا ټاپه لګوی چی غلامان یاست، او دوی مو چی هرطرف ته چو کوی لکه د پګی یابو زغلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب