Homeخبرونهد تورخم دروازه به د جولای په میاشت کې یوازې د محصلینو...

د تورخم دروازه به د جولای په میاشت کې یوازې د محصلینو پرمخ پرانیستې وي

تاند ( یک شنبه، د سرطان ۶) کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، چې د جولای میاشتې په اوږدو کې به تورخم دروازه یوازې د محصلینو پر مخ خلاصه وي.

د پاکستان سفارت زیاته کړې، دا دروازه به د هغو محصلینو پر مخ پرانیستې وي، چې په پاکستان کې پر زده کړو بوخت دي او د دروازې د تړل کېدو له امله یې درسونه له خنډ سره مخ شوي دي.

د سرچینې په حواله دغه دروازه به د جولای میاشتې په ۳مه او ۴مه نېټه پرانیستې وي.

کابل کې د پاکستان سفارت وایي، په یادو ورځو کې محصلینو سره د تګ پرمهال د کورونا ټېسټ اړین دی او پایله یې باید منفي وي.

پاکستان د کورونا وبا د درېیمې څپې په پلمه له څو اونیو راهیسې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

اوس یواځې ناروغان له یادې دروازې پاکستان ته د درملنې په موخه پرېښودل کېږي.

بل لورته بیا هغه افغان محصلین چې په پاکستان کې په زده کړو بوخت دي وایي، د دروازې د بندېدو له امله یې درسونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي  او آن له ډېرو محصلینو ازموینې هم تېرې شوې دي.

دوی هیله لري، چې ژر به د دوی د زده کړو پر وړاندې شته ستونزې حل شي.

1 COMMENT

  1. افغان دولت باید دا زده کوونکي پاکستان ته پرینږدي، ځکه دوی ورته د ترهګرۍ درسونه ورکوي، او د تروریزم له پدیدې سره یې اشنا کوي، ښه به دا وي چې افغانان بشرپاله او سوله خوښوونکو هیوادونو ته د زده کړو لپاره واستوي.
    موږ نه غواړو چې سبا له د دغه زده کوونکو نه یو بل ګلبودین حکمتیار، یو بل رباني یو بل مسعود او یا نور ترهګر جوړ شي.
    دا د ټول ملت یوه حساسه او په ځای غوښتنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...