سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهحنیف اتمر: له افغاني طالبانو سره سوله ممکنه ده

حنیف اتمر: له افغاني طالبانو سره سوله ممکنه ده

تاند(شنبه، د سرطان ۵) د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره مطلقه اجماع موجوده ده.

هغه په واشنګټن کې په یوه تازه مرکه کې زیاته کړې چې طالبان افغانان دي او افغان حکومت ورسره د سولې یوې هوکړې ته رسېدلی شي، خو په وینا یې هغه بهرني ترهګر چې اوس د طالبانو په لیکو کې د افغانانو پر وړاندې جنګېږي د هغوی لپاره په افغانستان کې ځای نشته دی او باید له دغه هېواده وشړل شي.

نوموړي دغه راز پر بهرنیو هېوادونو غږ کړی دی چې نور دې دا پلمه نه نیسي چې ګوندې په افغانستان کې د سولې لپاره اجماع نه شته ده.

هغه ټینګار کړی دی چې هر کله په افغانستان کې جګړه ودرول شي په هماغه ورځ سوله راځي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو احتمالي پاتي کېدو ته غبرګون کې ویلي چې د دوحې هوکړې پر بنسټ باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

راډیو پاکستان د یو بهرني اژانس په حواله د سهیل شاهین له قوله ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو احتمالي پاتې کېدل د اشغال د دوام یو ډول دی چې دوی ته په هیڅ صورت د منلو نه دی.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې ویلي چې دوی وضعیت له نږدې څاري او که همداسې دوام وکړي نو ښایي یو شمېر پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.

4 COMMENTS

  1. سهیل شاهین یوازې هغه څه وایې چې پاکستان لومړی خوړلې وي، بیا یې هضمه کړې وي او بیا کې د سهیل شاهین په خوله ورننوستي وي او بیا ورته وايي چې شاهینه خاک انداز دې خلاص کړه چې خلک وګوري چې ستا دننه دې څه دي. او ملا شاهین هم په همدې خوشحاله دی. د ملا شاهین او دا بل دوس ملا عباس ذات همداسې مردار دی. په تاسف چې دوی دواړه دو اتشه پاکستانیان دي. نه یې نومونه او نه یې اعمال او خبرې اففانانانو ته ورته دي. جهنم یې ځای.

  2. افسوس په هغو افغانانو چې د طالبانو په صفونو کې بچيان درولي او دا فکر کوي چې هم به دين سي هم اخيرت،دوی دې خبر وي چې ستاسو بچيان او تاسو سره به د افغانانو په قتل او ددوی په شهادت الله تعالی ته مختوري يي، تاسې پنجاب داسې استعمالوي چې نن وخت کې خر هم اوس څوک بار پې نه وړي او څري، خو تاسو نه تاريخ ته وکتل نه مو د پنجاب او ايران د کمپنو ژوند ته، آخر به داسی بد حالت په تاسو راسي چي خپلو ځوانانو او بچیانو له شکنجو لاندې يي بیا چې هر څه بغارې وکړی هم به په دولت ناوخته وي او تاسې خو به خامخا تبا يي او دا نښانې اوس په کلیو کې لیدل کیږي چې پلرونه اوس ګيدړان دي

  3. حنیف اتمر خپله د قطر د طالبانو غوندی لوی حرامی او د انګریز مزدور دی.

  4. ځما په نظر دا هسې خبرې دي. طالبان په سوله اصلا باور نلري. هغوی امارت غواړي. ته ولې په خبره نه پوهیږې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب