جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+امریکایي مخترع، سوداګر نولان بوشنل

امریکایي مخترع، سوداګر نولان بوشنل

بوشنیل، نولان (Bushnell, Nolan)

(۱۹۴۳ –     )
ژباړه: رحمت شاه فراز

بلوپ! بونک! بلوپ! بونک! دا د پونګ غږونه دي. پونګ هغه ساده او ابتدايي ویډیو ګېم وو چې په ۱۹۷۲ کې معرفي شو. په دې ګېم کې یوازې دوه حرکي «ټوټې» او یو کوچنی ځلېدونکی توپ وو. دغه توپ به د همدې حرکي تختو په واسطه یو او بل لور ته شړل کېده. دې ګېم ته به نن ورځ یو څوک د دوهم ځل لپاره ور وهم نه ګوري، خو هغه مهال پونګ د څو بیلیونو ډالرو ګېمي ماشین وو او وروسته يې پروګرام لیکونکي دې ته وهڅول چې د خپلو شخصي کمپیوټرونو لپاره دې ته ورته ګېمونه جوړ کړي. تکړه مخترع نولان بوشنیل چې د خپل ګېم په شان نه ختمېدونکې انرژي یې لرله، له همدې لارې وکولی شول چې په سلیکان دره (Silicon Valley) کې له ماډرن کمپیوټري سرلارو څخه یو وتلی سرلاری شي.

نولان بوشنیل د فبروري په ۵، ۱۹۴۳ کال د یوټا ایالت په کلیرفیلډ کې زېږېدلی. کلیرفیلډ ستر مالګین جهیل ته نږدې یو کلی دی. په دریم ټولګي کې ښوونکي ترې وغوښتل چې د صنف د ساینسي بکسې له پرزو او ابزارو څخه د برېښنا یوه تجربه ترسره کړي، نو له همدې وخته يې له الکترونیک سره علاقه او لېوالتیا پیدا شوه. د تجربې تر سرته رسولو وروسته، دی کور ته راغی او هر سویچ، څراغ او بل هر هغه برقي توکی چې په مخه ورتلل، هغه يې راغونډ کړل او په هغو باندې يې کار ته مټې ور ونغښتې.

نولان چې لا هم ایله د لسو کلونو وو، د خپلې شخصي راډیو لپاره یې جواز ترلاسه کړ. ده چې له الکترونیک نه ور اخوا لا زیاتو فعاله او ژوندیو فعالیتونو ته غاړه ورکړه، نو بری یې دومره زیات نه وو. یو ځل یې هڅه وکړه چې داسې ارابه لرونکي بوټان جوړ کړي چې د یوه راکټ په مټ منډه وکړي، خو په دې اختراع کې يې کامیابي دومره ان ته وه چې نږدې وو د کورنۍ ګیراج يې اور واخلي.

 ((نولان بوشنیل د میني کمپیوټرونو ویډیويي ګېمونه د MIT له لابراتوارونو را وایستل او کنسولونو ته يې ور ننویستل، چې همدې کنسولونو د نڅا په کلپونو او پیزا پلورنځیو کې د پینبال (pinball) ماشینونو د ځای په نیولو پیل وکړ. په دې پسې د نوموړي اتاري شرکت د کارټریج سیسټم اختراع کړ چې ویډیويي ګېمونه يې له کورني ټلویزون سره وصل کړل.))

نولان د ټکنالوژیکو توکو او کمپیوټرونو دومره ستر او د زړو کمپیوټر پوهانو په شان لېونی مینه وال او علاقه من هم نه وو. په ښوونځي کې به ده باسکټبال لوبه هم کوله، د سکي لوبه يې هم یوه بوختیا وه او له موټرو سره به يې هم وخت تېراوه. په ۱۹۶۱ کې بوشنیل په سالټ لېک ښار کې د یوټا په ایالتي کالج کې شامل شو. دلته يې په انجینرۍ کې لیسانس وکړ، خو تر څنګ يې په نورو زیاتو برخو کې هم کورسونه تعقیب کړل، چې د اقتصاد او تجارت کورسونه ترې یادولی شو.

په راتلونکو یو څو کلونو کې کمپیوټرپوهانو او «زده کوونکو هېکرانو» په داسې تجربو پیل وکړ چې له مخې يې تازه، تازه ایجاد شوي او ارزانه میني کمپیوټرونه له ګرافیکي سکرینونو سره وصل کړي. د مثال په ډول، د ماساچوسېټس د ټکنالوژۍ انسټیټوټ یا د MIT زده کوونکو د سپېس وار (Space War) لوبه جوړه کړه. په دې لوبه کې به لوبغاړو هڅه کوله چې واړه واړه غونډاسکي کنټرول کړي، چې دغه کوچنيو غونډاسکو د شمسي نظام چاپېره د فضايي بېړیو استازولي کوله. دغه راز لوبغاړو به په یو بل کوچني، کوچني بمونه وارول او کوشش به يې کاوه چې د جاذبه قوې په اغېز غالب اوسي. بوشنیل ته چورت ور ولوېد چې آیا دغه ډول یو ګېم په یوه کوچني ماشین کې هم جوړېدلی شي، چې دغه ماشین په پولي سکو کار وکړي او عادي خلک يې ولوبوي.

په همدې وختونو کې بوشنیل خپل شخصي شرکت جوړ کړ او د خپل پوهنتون مصارف به يې له همدې کاروبار نه ورکول. د ده د شرکت نوم کېمپس وو او ده به په کالیزو اعلانات چاپول او بیا به یې دغه کالیزې وړیا وېشلې. د اوړي د رخصتیو پر مهال يې په یوه تفریحي پارک کې وظیفه واخیسته. لومړی يې دنده دا وه چې د خلکو د وزن او عمر په باره کې اټکلونه وکړي. په دې وختونو کې دغه دنده یو مشهور نوښت وو. خو ده په لنډه موده کې د پارک د ګېمونو د مدیر رتبې ته ترفیع وکړه. په دې دنده کې يې یو ښه فرصت دا ومونده چې مختلف میخانیکي ګېمونه ور مطالعه کړي او په دې ځان پوه کړي چې په دې ګېمونو کې کوم عناصر ډېر زیات د خلکو توجه او پام جلبوي او کوم فکتورونه يې ډېر د خوښې وړ ګرځي. دی دې پایلې ته ورسېد چې تر ټولو مشهور ګېمونه هغه وو چې د یوه انسان منوال صلاحیت و استعداد او د هغه مهارتونه به یې امتحانول، خو ډېر زیات مغلق او پېچلي به نه وو.

په ۱۹۶۸ کې چې ده په برقي انجینرۍ کې لیسانس واخیست، نو په ډیزني لېنډ پارک کې يې د وظیفې لپاره منډې ترړې وکړې. ډیزني لېنډ په هغه وخت کې د تفریح او لوبو ستر پارک وو. دی چې د وظیفې په ترلاسه کولو کې پاتې راغی، د کالیفورنیا ایالت سانټاکلارا ښار ته راغی. دغه ښار هماغه ساحه وه چې په لنډو وختونو کې يې د سلیکان درې په نوم شهرت ومونده. دلته یې د دوو کلونو لپاره په اېمپکس شرکت کې د صوتي آلاتو په جوړولو باندې کار وکړ، خو دې دندې زړه ور وواهه او تصمیم يې ونیوه چې په پولي سکو باندې د چلېدونکو ګېمونو د جوړولو خپل پخوانی خوب تعقیب کړي.

البته د(DEC) شرکت PDP میني کمپیوټر په یوه کوچنۍ بکسه کې تخته کول او بیا يې په ګېم زون کې ایښودل، ښکاره خبره وه چې امکان نه درلود. میني کمپیوټرونه په دې وختونو کې تر ټولو ارزانه ماشینونه وو چې نرخ یې تقریباً ۱۰ زره ډالره وه، خو دغه ماشینونه په هېڅ ډول هم په یوه بکسه کې نه ځایېدل. مګر له نېکه مرغه، تر ۱۹۷۰ کلونو له مخه یو بل بدیل یې موجود وو؛ او دغه بدیل مایکرپروسېسر وو. مایکروپروسېسر هغه جلا او کوچنی چیپ وو چې د یوه کمپیوټر ټول اساسي منطقي او ریاضیکي عملیات يې درلودل. دغه مایکروپروسېسر به چې له ځینو اضافي چیپونو او سرکټونو سره یو ځای شو چې ان پټ او ګرافیک پروسېس کړي، نو د مېز په اندازه ویډیويي لوبو ته يې د امکان ښه ښایسته زمینه برابروله. بوشنیل هم له همدې سیسټم نه استفاده وکړه او په ډېره بیړه يې په لنډ وخت کې د خپلې لور په خونه کې د یوه مېز په سر د ماشین اجزاوې سره ترکیب کړې او خپل لومړنی ماشین یې جوړ کړ. بیا یې د MIT د سپېس وار ګېم یو ساده ورژن پکې پروګرام کړ او (کمپیوټر سپېس) نوم يې ورباندې کېښود.

له دې وروسته يې د نوټینګ شرکت په نوم یوې وړې کمپنۍ سره تړون وکړ. دې شرکت هم د ګېم زونونو لپاره میخانیکي ګېمونه جوړول. دوی دواړه دې هوکړې ته ورسېدل چې بوشنیل به یو نوی ګېمي ماشین جوړوي، او په دې ډول بوشنیل د دې محصول مسؤل انجینر وګمارل شو. تر څنګ يې، بوشنیل او د ده یوه پخواني ملګري چې په اېمپکس شرکت کې يې ورسره لیدلي وو، په محلي کلپونو کې په سکو باندې چلېدونکي پینبال ماشینونه هم کېښودل او لاسته راغلې ګټه به یې د کلپونو له مالک سره تقسیموله. دوی چې د کمپیوټر سپېس ماشینونه بازار ته را وایستل، نو عاید یې یو څه لوړ شو خو د دې ماشین فروشات ډېر ټکني وو.

بوشنیل د خپلو ګټلو پیسو په مټ یوه نوې پروژه پیل کړه. دی ډاډه وو چې سپېس ګېم ډېر زیات پېچلی دی. اخر، هغه خلک چې کلپونو ته راځي، داسې ګېمونه چرته خوښوي چې ډېر زیات تمرکز او توجه غواړي. نو بوشنیل د یوه بل ګېم خاکه جوړه کړه چې د پونګ په نوم مشهور شو. په دې ګېم کې یوازې یو خوځنده توپ، دوه حرکي ټوټې او د منډو جوړولو یوه طریقه وه. ده او د اېمپکس له شرکت نه د ده پخواني ملګري یوازې په درې میاشتو کې دغه نوی ګېم صحنې ته راوایسته.

د دوی ګېم کار ورکړ، خو د یوه سیسټم جوړولو بیه تر ۱۰۰ ډالرو ډېره پرېوتله او بوشنیل په دې فکر کې وو چې خلک به په ډېره مینه دغه بیه پرې کړي. خو هېڅ ګېمي شرکت هم د ده د ګېم لپاره بازار موندنې ته لېوالتیا ونه ښودله. نو په دې اساس، بوشنیل تصیم ونیوه چې دغه کار هم پخپله ترسره کړي او د اتاري په نوم یې یو شرکت جوړ کړ. اتاري هغه کلمه ده چې په اسیايي لوبو کې د «ځه» معنا ورکوي، چې تر ډېره د شطرنج په لوبه کې د «check» له کلمې سره معادله ده.

بوشنیل د پونګ بیه ډېره لوړه وټاکله، خو په دې سربېره هم چې د ۱۹۷۲ کال په نومبر میاشت کې یې دغه ګېم بازار ته راویست، نو د تازه کلچو غوندې خلکو را ونیو. تر دې وروسته بوشنیل په کورونو کې د استعمال لپاره د دې ګېم په یوه بل ورژن کار وکړ. دغه ورژن يې د کور له عادي ټلویزون سره هم وصل کېدای شوای. سیارز روبک دغه ورژن دومره زیات خوښ کړ چې په ۱۹۷۴ کال کې يې د دې ګېم ټوله شته ذخیره وپلورله.

پونګ چې د میلیونونو په شمېر خلکو وپېره، نو فروشات يې مخ په غورځېدو شول. په دې وخت کې بوشنیل له یوې بلې ځیرکې مفکورې سره میدان ته را ودانګل؛ اتاري شرکت خپل ماشینونه داسې ډیزاین کړل چې لوی شمېر او مختلف ګېمونه پې ولوبېدلی شي. ګټه اخیستونکو باید مازې دومره کړي وی چې ترمخ لا پروګرام شوي کارټریجونه راونیسي او بیا نو هغه ګټه اخیستونکی چې هره لوبه یې خوښېږي، کولی شي ویې لوبوي، او د موټرو د سیالۍ له لوبو نیولې تر پوکر او حتی Scrabble پورې هره لوبه يې لوبولی شوی.

هغه خلک چې د ګېمونو جوړول یې خوښېږي، هغوی د لوبو له کولو سره هم لېونۍ مینه لري. د اتاري شرکت مرکزي دفتر د کالیفورنیا ایالت په لاس ګاټوس سیمه کې وو، اتاري شرکت چې وده او پېشرفت وکړ، نو د شرکت لیدلوری او د کار طرز د عادي شرکتونو له کاري چاپېریال او فضا نه ډېر زیات مختلف شو. انجینرانو او پروګرام لیکونکو کولی شوی چې عادي پتلونونه او بلوزونه واغوندي او حتی دې ته هڅول کېدل چې د تودو اوبو په ټبونو کې د ارام کولو په وخت هم نوي نظریات وپنځوي او شرکت ته نوي وړاندیزونه او پیشنهادونه ورکړي. د اتاري شرکت «کلچر» د شدید او دوامداره کار او د بې غمه ژوند دود یو غیر عادي امتزاج او ګډوله وو. او همدا کلچر په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې د سلیکان درې د شرکتونو لپاره یو ایډیال او نمونه وګرځېد.

تر ۱۹۷۶ له مخه، د اتاري شرکت ارزښت ۴۰ میلیونه ډالره وو، خو د دې دپاره چې شرکت يې بره زینو ته وخېژي، نو بوشنیل باید ستر پانګوال ځان ته را جلب کړي وای. او د دې یو خاص علت دا وو چې اوس د نورو ګېم جوړوونکو شرکتونو له سیالۍ او رقابت سره هم مخ وو. دې حالاتو ته په کتو بوشنیل یو تصمیم ونیوه او د ۲۸ میلیونو ډالرو په بدل کې يې خپل شرکت په وارنر کمونیکشنز شرکت خرڅ کړ. پاتې نیمی پیسې يې د خپل سهم په توګه وساتلې او په شرکت کې د مدیر په حیث پاتې شو.

بوشنیل په اتاري شرکت کې د لومړني عام موخیز شخصي کمپیوټر جوړولو کې مرسته وکړه. د اتاري شخصي کمپیوټر ډېر غوره ګرافیک درلودل، چې له خپلو رقیبانو اېپل او راډیو شېک نه هم مخکې وو. دې کمپیوټرونو په مخبېلګو (پېټرنونو) کې د دستکارۍ ډېره ښه وړتیا لرله. دغه پېټرونونه چې «sprites» نومېدل، د سکرین پر مخ د انځورونو د خوځولو لپاره استعمالېدل او د دې کمپیوټرونو دغې وړتیا د ګڼو ګېم ډیزاینرانو پام ځانته ور واړاوه. خو بوشنیل له خپل کار نه ډېر ناهیلی او ستومانه وو، ځکه دی مجبوره وو چې په هغو پروژو کار وکړي چې وارنر غوښتل، نه دا چې هغه نوي نظریات عملي کړي چې د ده په فکر کې به راټوکېدل. بله خبره دا وه چې دلته یې ځان په یوه نقش او رول کې نښتی احساس کړ. بوشنیل په دې باور وو چې د ده ځواک د مهارتونو له یوه پراخه امتزاج نه سرچینه نیسي. دی لیکوال رابرټ سلېټر ته وايي «زه په دې ځای کې تر ټولو تکړه انجینر نه یم. زه تر ټولو مخکښ بازار موندونکی نه یم. زه تر ټولو هوښیار مالي ستراتیژۍ جوړوونکی هم نه یم. خو زه فکر کوم چې زه په هماغه یوه وخت کې تر دې درې واړو بهتره او مخکې یم.»

په دې اساس، بوشنیل وروسته له دوو کلونو، له وارنر شرکت سره مخه ښه وکړه او خپل نوی کاروبار یې پیل کړ. ده لیدلي وو چې اوسني ماشومان له ویډیويي ګېمونو او پیزا نه پرته بل هېڅ شی هم دومره زیات نه خوښوي، نو ولې دواړه نه سره یو ځای کوې؟ په ۱۹۷۷ کې ده د پیزا ټایم تیاتر په نوم رستورانت پرانیست. په کوم وخت کې به چې د کورنۍ غړي خپلې پیزا ته په تمه وو، نو په همدې شېبو کې به ویډیويي ګېمونو او خوځنده روبوټي کرکټرونو د هغوی د تفریح او ساتېرۍ چاره کوله. تر ۱۹۸۲ کال له مخه، د رستورانتونو د دې زنځیر د کړیو شمېر ۲۰۰ ته ورسېد.

د ۱۹۸۰ کلونو پر مهال، بوشنیل خپل لوری بدل کړ او د پانګې اچونې کاروبار یې پیل کړ. ده به کامیابه نوي شرکتونه لټول او هغو ته به یې پیسې ورکولې او په بدل کې به یې د شرکت په ملکیت کې یو څه سهم ترلاسه کاوه. له هغو شرکتونو څخه چې د بوشنیل په مالي مرسته يې وده وکړه، اېنډ-روبوټ وو، دې شرکت د کورني استعمال روبوټونه جوړول چې د هغو ساینسي افسانو د روبوټونه په شان نه وو، چې د ۱۹۶۰ کلونو په یوه کارتون «The Jetsons» کې پنځول شوي وو. دې روبوټونو کولی شوی چې په لاره کې پراته خنډونه تشخیص کړي، یو څه د کور صفايي وکړي او ځیرکې او هوښیارانه خبرې اترې وکړي. خو دا بېله خبره وه چې دغه لاسته راوړنه د یوه ګټور محصول پر ځای یوازې د یوه نوښت او ابتکار تر بریده پاتې شوه. د ۱۹۹۰ کلونو په پای کې، بوشنیل د انټرنټي ګېمونو نوي او مشهور میدان ته را ودانګل او د uWink په نوم خپله وېبپاڼه یې جوړه کړه.

د بوشنیل په روستنیو محصولاتو کې یو هم دومره بریالی نه وو، خو داسې نه ښکارېدل چې دغه ناکامي دې د نوو شیانو په تجربه کولو او ازمویلو کې د ده خوښي او لذت له منځه یوسي. پخپله د ده له خولې اورو «تجارت تر ټولو لویه لوبه ده، چې پېچلتیا يې خورا زیاته او اصول یې ډېر کم دي. او ته په کې خپلې منډې (سکور) یوازې د پیسو په مرسته جوړولی شې.»

اضافي لوستونه:

1- Cohen, Scott. Zap! The Rise and Fall of Atari. New York: McGraw-Hill, 1984.

2- Slater, Robert. Portraits in Silicon. Cambridge, Mass.: MIT Press, 1987.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب