یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+نظم ؛ د لمر قتل (شهيد عثمان لالا)

نظم ؛ د لمر قتل (شهيد عثمان لالا)

حفيظ الله ياد
لمر د پښتونخوا له غرونو واوښتو او ډوب شو‌
ږغ د اولسونو ځواني و خوړه معيوب شو
خاوره د وطن په يوه بل مېړني خواره
و شوه پرې د لوی اتل د مرګ بد مرغه ناره
زموږ سالار شهيد شولو د ننګ په لويه لاره
نوم يې د نجيب او خان شهيد سره منسوب شو
ږغ د اولسونو ځواني و خوړه معيوب شو
غم يې اغېره وکړه تر لر او بره پوري
درد زموږ پر خلګو له اسمان څخه را اوري
لوېږي له فلکه د غيرت د بقا ستوري په
څوک چې زموږ پکار وو هغه کس مرګ ته محبوب شو
ږغ د اولسونو ځواني و خوړه معيوب شو
لوی اتل د ننګ په لار کې سر بايلو، قربان شو
سپر د خپل اولس شو او د خپل وخت صمد خان شو
ټول محکوم وطن يې د بايللو په ارمان شو
دا اميد د نوي سباوون وو او مغلوب شو
ږغ د اولسونو ځواني و خوړه معيوب شو
نوم به د عثمان لالا په مړينه خاورې نۀ شي
فکر به يې موږ لره مشال د ژوندانۀ شي
تل به وي ژوندی که په سلګو کلونه وۀ شي
ټول وطن يې ننګ، غيرت، پښتو پسې مجذوب شو
ږغ د اولسونو ځواني و خوړه معيوب شو
۲۱م جون ۲۰۲۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب