یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا لوی درستیز د طالبانو وروستي پرمختګونه بې ارزښته وبلل

د امریکا لوی درستیز د طالبانو وروستي پرمختګونه بې ارزښته وبلل

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۳) د امریکا لوی درستیز په وروستیو کې د افغانستان د جګړې په میدان کې د طالبانو بري بې ارزښته بولي او وايي چې طالبانو د هغو ولسوالیو مرکزونه نیولي چې اکثره برخې یې له دې هیواده د امریکايي پوځیانو تر وتلو وړاندې هم د دې ډلې په کنټرول کې وې.

جنرال مارک میلي د چهارشنبې په ورځ د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، طالبانو تراوسه د افغانستان د هیڅ ولایت مرکز نه دی نیولی.

ده زیاته کړه«حاضردمه د ۸۱ ولسوالیو مرکزونه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي. افغانستان ۴۱۸ ولسوالۍ لري. خو د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د هیڅ ولایت مرکز د دې ډلې په ولکه کې نه دی.»

د متحدو ایالتونو لوی درستیز دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې طالبانو په ځانګړي ډول د افغانستان په شمال کې ګڼې ولسوالۍ ونیولې او ځینې یې بېرته له لاسه ورکړې.

ده د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته په خپلو خبرو کې همداراز وویل«دا سمه ده چې طالبانو حملې زیاتې کړي او پوستې یې نیولې دي. دوی د ځینو ولسوالیو مرکزونه هم نیولي دي. د دغو سیمو په سلو کې۶۰ یې تېر کال نیولې وې او نورې یې له تېرو دوو میاشتو راهیسې نیولې دي. موږ اندېښمن یوو، خو د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه، پولیس او اردو څه کم یا زیات ۳ لکه دي او د هغو دنده ده چې د خپل هیواد ساتنه وکړي.»

د استازو جرګې استماعیه غونډې ته دفاع وزیر لویډ اسټن تایید کړه چې طالبانو په وروستیو ورځو کې پرمختګ کړی او د ځینو ولایتونو مرکزونه یې هم محاصره کړي دي خو په عین حال کې یې د مایک میلي خبرې تایید کړې چې طالبانو تراوسه پورې کوم ولایتي مرکز نه دی نیولی.

طالبانو په وروستیو ورځو کې د کندوز ولایت ولسوالۍ نیولي او د کندوز ښار تر لمنو پورې یې ځان رسولی دی. همداراز یې د بلخ ولایت اکثره ولسوالۍ نیولي او څو ورځې وړاندې یې د مزارشریف ښار تر څنډو پرمختګ کړی و خو بېرته په شا وتمبول شول.

اسټن او میلي تېره اوونۍ د امریکا سناجرګې ته ویلي وو چې ممکن د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته تروریستي ‌ډلې په افغانستان کې بیا منسجمې او پر امریکا حملې وکړای شي.

وړمه ورځ د امریکا د دفاع و زارت ویندوی جان کربي وویل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو بهیر یې ورو کړی دی.

مخکې ویل شوي و چې درست امریکايي پوځیان به د جولای تر څلورمې، د امریکا د خپلواکۍ تر ورځې له افغانستانه وایستل شي خو اوس ګومان کېږي چې د ځواکونو د ایستلو بهیر وځنډېږي.

د امریکا  لوی درستیز مایک میلي د استازو جرګې د سوال او ځواب غونډې ته وویل، که ورته امر وشي ټول ځواکونه ژر ایستلی شی.

د طالبانو له لوري خبرو ته نه لېوالتیا او جګړې ته پراختیا کېدای شي هر څه بدل کړي. دا احتمال  هم شته چې امریکا او ناټو اړ ایستل شي چې کلونه نور په افغانستان کې پوځي حضور ته دوام ورکړي او له کبله یې د جګړې اور تود پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب