شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني، تېر ماسختن په رسمي سفر امریکا ته لاړ

ولسمشر غني، تېر ماسختن په رسمي سفر امریکا ته لاړ

تاند (پنجشنبه د سرطان ۳مه) ولسمشر محمداشرف غني، په دوه ورځني رسمي سفر، تېر ماسختن د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د امریکا متحدو ایالاتو ته روان شو.

له ولسمشري ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر به په دې سفر کې د امریکا متحدو ایالتونو له ولسمشر جوبایډن، د هغه هېواد له یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو، د کانګرس او سنا غړو او نورو اغېزناکو شخصیتونو سره په بېلابېلو کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د دوام، د ډيپلوماتیکو اړیکو د لا پياوړتیا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تمویل او تجهیز، د تروریزم ضد مبارزې او له افغانستان سره په اقتصادي او پراختیایي برخو کې د امریکا د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له ولسمشر سره په دې سفر کې د ولسمشري ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د عامه او ستراتیژيکو اړیکو ادارې رئيس وحید عمر، د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، ډاکتر حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئيسه شهرزاد اکبر ملتیا کوي.

ولسمشر او ورسره مل پلاوی په داسې حال کې د سپینې ماڼۍ په رسمي بلنه امریکا ته سفر کوي چې دا مهال د هېواد په ډیر شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، طالبان د ولسوالیو د نیولو او افغان لوري بیا د دوی د وژلو او ځپلو خبر ورکوي.

په همدې حال کې بیا ولسمشر غني له خپل سفر څو شیبې وړاندې د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې له مرکز څخه لیدنه هم وکړه.

ولسمشر او مل پلاوی په ملي دفاع وزارت کې 

د سرچینې مالوماتو له مخې، ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رهبرۍ او امنیتي پرسونل وروستي چټک اقدامات وستایل او د افغانستان او خلکو د دفاع لپاره یې د هغوی د هڅو قدرداني وکړه.

ولسمشر غني د سوق او ادارې مرکز همغږي وستایله او د امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبري ته یې دنده وسپارله چې په قاطعیت د افغانستان له هرې لویشتې خاورې دفاع وکړي، دښمنانو ته په قاطعیت ځواب ورکړي او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دې پر وخت هر اړخیزه رسیدنه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب