جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهبدخشان کې د شورابک بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې

بدخشان کې د شورابک بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې

تاند (سه شنبه د سرطان ۱) د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي د بدخشان ولایت د شورابک برېښنا بند کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به افتتاح شي.

د دغې ادارې د ویاند نظام الدین خپلواک د معلوماتو پر اساس دا بند د جرمني د ۴۵ میلیونه یورو په لګښت جوړ شوی دی.

د نوموړي په خبره د دغه بند د جوړېدو چارې په پنځو کلونو کې بشپړې او د درېیوو توربینونو په لرلو سره ۷.۵ مېګاواټه برېښنا تولیدوي چې د فیض اباد ښار ۲۵ زره کورنیو ته برېښنا رسوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د کمال خان بند په ګډون یو شمېر نور بندونه هم افتتاح شوي دي.

افغانستان د برېښنا تولیدولو او اوبو زېرمه کولو لپاره د بندونو جوړولو مناسب طبیعي شرایط لري، خو د اوبو د نه مدیریت له امله د دغه هېواد نږدې اویا سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

ولسمشر غني د کمال خان بند د پرانیستې پر مهال وویل، هڅه کوي د افغانستان اوبه مدیریت کړي څو نورو هېوادونو ته په وړیا ډول ونه بهیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...