جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي

تاند (سه شنبه د سرطان ۱) د افغانستان د ملي دفاع وزارت د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال له افغان ځواکونو سره په نښتو او عملیاتو کې ۳۳۶ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی.

دفاع وزرات نن سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لوګر، ننګرهار، پکتیکا، خوست، کندهار، زابل، فاریاب، بلخ، سمنګان، هلمند، تخار، بغلان، پروان، کندوز او کابل ولایتونو کې د وسله طالبانو پر ضد عملیات کړي چې پر مهال یاد شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملیاتو کې ۲۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۰۳ نور ټپیان دي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دفاع وزارت زیاتوي چې افغان سرتېرو د طالبانو له لوري اېښودل شوي ۵۷ بېلا بېل ډوله ماینونه هم کشف او له منځه وړي دي.

طالبانو بیا په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې، خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. DE AFGHAN FAUZ DE PARAH DE KHUDAYEE (J) SAKHAH KAMYABEEY GHWAREM.
    DAA DE PUNJAAB MAZDOORAAN DEE KHUDAAYEE TABAH AW SHRMENDAH KEEY.
    amin

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب