چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهحامد کرزی: امریکا افغانستان کې ماته شوې، اوس تر شا یوه فاجعه...

حامد کرزی: امریکا افغانستان کې ماته شوې، اوس تر شا یوه فاجعه پریږدي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۲۹) پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي امریکا له افغانستان څخه وځي خو تر شا یوه فاجعه پرځای پریږدي.

حامد کرزي له اسوشیټیډ پرس سره مرکه کې ویلي، پداسې حال کې چې امریکا شل کاله وړاندې افغانستان ته د ثبات ټینګښت او افراطیت سره د مبارزې لپاره راغلې وه، خو نن افراطیت په خپل اوج کې دی او امریکا د ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان په فاجعه کې پریږدي او سرتیري وباسي.

خو له دې سره سره حامد کرزی له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي او وایي، چې افغانستان کې اوسنی وضعیت د بهرنیانو د حضور نتیجه ده او افغانان نه غواړي نور دا غمیزه او بې عزتي دوام پیدا کړي.

بلخوا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې هم ویلي چې له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعیت لا ډېر ترینګلی شي.

ورځپاڼې په دغه هېواد کې د طالبانو وروستیو خوځښتونو ته په اشارې ویلي چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او طالبان د پرمختګ په حال کې دي.

ورځپاڼې زیاته کړې، د امریکایي پوځیانو له وتلو وروسته به کندهار چې د طالبانو تاریخي مرکز دی له جدي امنیتي ګواښ سره مخ شي.

ورځپاڼه دغه راز د افغان ځواکونو پر مصارفو هم تم شوې او زیاته کړې یې ده چې د جګړې له شدت سره د افغان ځواکونو د الوتکو او چورلکو پروازونه هم ډېر شوي دي او اوس یوازې له کندهار څخه د ورځې له پنځوس تر اویا پورې الوتنې کېږي.

1 COMMENT

  1. Karzai sahib forgot about america./
    talk about country.why we are killing each other..
    America want to we kill each other or PAKISTAN?
    Karzai sahib give announcement to all afghans.
    _ please support afghan army, police &government
    _call talibs to come in to afghanistan& start honest nigossiationof peace.

    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب