سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري مرستو پر رسوونکو بریدونه غندلي

ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري مرستو پر رسوونکو بریدونه غندلي

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۲۶) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د برخې مشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ننګرهار کې په دې وروستیو څو میاشتو کې پر واکسیناتورانو څو پرله پسې بریدونه شوي او دوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړی ویلي، په بغلان کې هم پر ماین پاکوونکو ډله ایز وسلوال برید وشو چې دا بشر ضد جنایت دی او باید پر وړاندې یې اقدام وشي.

ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر رسوونکو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او په خبره یې د جګړې ښکېلو لورو ته په کار ده چې له ورته بشر ضد او انسان ضد کړنو لاس په سر شي او افغان حکومت دې هم د ورته پېښو عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې ده چې تېره ورځ ناپېژانده وسله والو په ننګرهار ولایت کې د پولیو نهه واکسیناتورانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي وو چې په دغه ولایت کې وسله والو په درېیو جلا ـ جلا بریدونو کې پنځه واکسیناتوران وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړي همدا راز دغه پېښه غندلې او په خبره یې وسله وال پر هغو کسانو برید کوي او ژوند یې اخلي چې دوی د نورو د ژوند ژغورلو پسې وتلي وي.

تر اوسه د یادو بریدونو پړه چا نه ده منلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب