سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د یخچال پاک ساتل | محمدرحیم

د یخچال پاک ساتل | محمدرحیم

نن سبا په کور کي یخچال درلودل ورځینۍ اړتیا ګرځیدلې. پر خوراکي توکو سربېره میوي، سبزیانې او غوښې په هغه کې ساتل کیږي. نو د کورنۍ د حفظ الصحی لپاره د یخچال پاک ساتل ډیر ضروري دی. زیاتره وختونه د کاله میرمنې د زیات مصروفیت له وجې د یخچال پاکولو ته وخت نه سي ایستلای چې په نتیجه کې یخچال یو ډول بوی اخلي چې په دماغو ډیر بد لګیږي. نو که په اوونۍ کې نه وي نو په میاشت کې دي یو یا دوه ځله د هغه بشپړه صفايي د یاده نه باسي. د یخچال د پاکولو په وخت کې باید لاندینۍ سپارښتنې په نظر کې ونیول شي.

0)     د یخچال د برق ساکټ وباسئ

1)     د یخچال دروازه خلاصه کړئ تر څو هغه یخ چې يې نیولی ویلي شي.

2)     خوراکي توکي ټول راوباسئ، د یخچال رفونه او پتنوسان هم راوباسئ.

اوس نو په تړمو (شیر ګرمه) اوبو کې پوډري سابون ګډ کړئ او د یخچال رفونه او پتنوسان په هغه کئ واچوئ. تر شلو دقیقو  وروسته هغه راوباسئ او پر یو لانده سپنج  یې ښه وموښئ ترچې ښه پاک شي. او وروسته له هغه يې وچ کړئ.

وروسته له دئ سپنج په هغو اوبو کې چي پوډري سابون پکې ګډ شوی دی لوند کړئ او د یخچال داخلي برخه پرې پاکه کړئ. له هغه وروسته یوه پاکه صافي واخلئ او د یخچال داخلي حصه په اوبو ښه پاکه پریمینځئ. او یخچال ښه پرې پاک کړئ. دا عملیه دوه درې ځلي تکرار کړئ تر څو هغه اوبه چئ سابون په ګډ وو د یخچال له نس څخه په پوره ډول پاک شي. وروسته له هغه یوه پاکه او وچه ټوټه پیدا کړئ او د یخچال داخلي برخه پرې وچه کړئ. او د یخچال بهرنۍ حبرخه په لانده سپنج پاکه کړئ.

تر دې وخته پورې د یخچال په هغه برخه کې چې یخی نیسی، یخی به يې په پوره ډول اوبه شوی وي. هغه اوس په اسانی سره پاکیږي.

اوس نو د شیانو تر بیرته ایښودلو مخکې ځان ډاډه کړئ چې په یخچال کې نم په پوره ډول پاک شوی. ښه به دا وي چې د یخچال دروازه له یوه تر دوو ساعتونو پوري خلاصه پریږدئ چې ښه وچ شي. اوس نو د یخچال رفونه او پتنوسان بیرته په خپل ځای کي کښیږدئ. د خوراکي څیزونو د بیرته ځای پر ځای کولو څخه مخکې به دا بهتره وي که لږ د پخلي سوډا په یو سرخلاصي لوښي کې واچوئ او دننه په یخچال کې یې کښیږدئ. دا د خوراکي څیزونو څخه چې کوم بوی پیدا کیږي جذبوي او کله چي تاسي په راتلونکي ځل د یخچال دروازه خلاصوئ نو یخچال به هغه بوی چې د خوړو څخه پیدا کیږي ونه لري.

که غواړئ چې یخچال مو تر ډیره درسره ملګری وي نو کوشش وکړئ چې لږ تر لږه شیان په یخچال کې کښیږدئ. څومره چې په یخچال کې شیان لږ وي هغومره یخچال ډیر یخیږي. د یخچال د کارولو پر مهال که له لږ احتیاط نه کار واخلئ نه یوازې دا چې د یخچال بوی به له منځه ولاړ شي بلکې د کورنۍ صحت به مو هم خوندي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب