Homeخبرونهد افغانستان او پاکستان علما سبا د افغان سولې په اړه ګډه...

د افغانستان او پاکستان علما سبا د افغان سولې په اړه ګډه ناسته کوي

تاند ( سې شنبه، د جوزا ۱۸ مه ) د افغانستان د حج اوقافو وزارت وایي، سبا د افغانستان او پاکستان دیني عالمان د افغان سولې په اړه ګډه ناسته کوي.

د دې وزارت وياند فضل محمد حسیني وایي، په دې ناسته کې به د افغانستان او پاکستان د مشهورو علماوو ترڅنګ د اسلامي همکاريو سازمان ځينې غړي، هلته د افغانستان او پاکستان سفيران او د دواړو هېوادونو د حج اوقافو وزيران ګډون ولري.

د حسیني په وینا، دغه ناسته به د یوې ورځې لپاره د سعودي عربستان په کوربتوب او رابطه عالم اسلامي بنسټ تر څار لاندې تر سره شي.

د افغانستان د حج اوقافو وزارت دغه راز زیاتوي چې دا ناسته د سعودي عربستان په مکې ښار کې په انلاين بڼه جوړیږي خو ځيني چارواکي به د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د افغان سولې په اړه د اسلامي هېوادونو علماوو ناستې تر سره کړي او په افغانستان کې یې روانه جګړه د اسلام له نظره ناروا بللې ده.

د دې ترڅنګ د نړۍ نورو ګڼو اسلامي ګوندونو او هېوادونو هم په ځلونه ځلونه د غونډو او اعلامیو په ترڅ کې په افغانستان کې د طالبانو جګړه نا مشروع بللې؛ خو طالبانو یې پر خبرو غوږ نه دی ګرولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...