چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+د ایس پي آی اي ایف نړيوال اقتصادي فورم څه شی دی؟

د ایس پي آی اي ایف نړيوال اقتصادي فورم څه شی دی؟

شننه: عبدالله لغمانی
د کرونا وبا له پيل څخه تر اوسه په دنيا کې د (SPIEF) لومړۍ ستره حضوري نړيواله اقتصادي غونډه.
سره له دې چې له تېر کال راهيسې کرونا وايروس ټوله نړۍ ډېره ځپلې ده او اوس یې په لويديځه او پرمختللې  نړۍ کې د واکسين او روغتيايي اصولو په نظر کې نيولو سره کرار، کرار څپې په کمېدو دي ، د کرونا وايروس همدې کمېدلو او کمزوري کېدلو ته په کتلو او د کرونا پر وړاندې د پرمختللو هېوادونو د خلکو معافيت او واکسين کېدل لامل شول چې سږکال د St. Petersburg International Economic Forum دوويشتمه نړيواله اقتصادي غونډه په حضوري ډول د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون د روسيې په سن پيټرزبورګ کې جوړه شي. دا اقتصادي نړيوال فورم او نړيواله ناسته هر کال د جون په مياشت کې په سن پیټرزبورګ کې جوړېږي چې  د دريو لسيزو په جريان کې يوازې تېر کال د کرونا ناروغي له امله نه ده ترسره شوې. سږکال بيا په حضوري ډول د زرګونو ګډونوالو په مشارکت پيل کېږي  چې پکې د نړۍ دبېلابېلو هېوادونو سياسي مشران، ستر اقتصادي پانګوال، سوداګر، او نورې مشهورې څېرې ګډون پکې کوي او د نړيوالو سوداګرو او سياسي مشرانو تر منځ د خبرو اترو او د سوداګري او اقتصادي پراختيا به  باره کې بحث کېږي او په ډېرو مهمو نړيوال اقتصادي موضوع ګانو باندې بحث ، د نظرونو تبادله او قراردادونه ترسره کېږي.
د جون په پیل کې د ټولې نړۍ د سوداګرو ، اقتصادي کارپوهانو  او سياسيونو پام په سینټ پیټرزبورګ باندې متمرکز وي. دلته د هرچا لپاره چې غواړي پيسې وګټي او اقتصادي پراختیا وکړي یو نړیوال پلیټ فارم خلاص شوی دی . د سلګونو هیوادونو میلمانه  د روسیې شمالي پلازمینې سن پيټرزبورګ ته ځي. د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم د سیاسي ، حکومتي او سوداګري حلقو ترمنځ د خبرو اترو لپاره فرصتونه چمتو کوي. دا نړيوال فورم له  1997 راهیسې هر کال تنظيمېږي او د داووس اقتصادي فورم سره چې په سوټيزرلېنډ کې جوړېږي او يو نړيواله اقتصادي ناسته ده يو ډول د ارزښت او پاموړ نړيواله اقتصادي غونډه ده.
حتی هغه دولتونه چې د معمولي شرایطو لاندې یوې موافقې ته رسیدل ورته مشکل ښکاري  په دې کنفرانس کې ګډه ژبه او ښه نړيوال اقتصادي شريکان پيدا کولای شي. دلته د هر پانګوال او د هر هېواد د دولت لپاره  د دوه اړخیزې او څو اړخيزې ګټورېاقتصاديهمکاري فضا برابره شوې ده. د سوداګري نړيوالې ټولنې، د  سوداګرۍ ګټې، حدود او هرڅه دلته روښانه دي.
هرکال په زرهاوو مېلمانه د سینټ پیټرزبرګ نړیوال اقتصادي فورم څخه لیدنه کوي. د نړۍ د Leading 27 مخکښو او پرمختللو هیوادونو مشرانو په بېلابېلو برخو کې خبرې کوي. دلته د نړیوال اقتصاد مسئلې او ستونزې په ګوته او بيا ورته حل او لارې چارې په ګوته کېږي ، په بیلابیلو برخو او څانګو کې د پرمختللي ټیکنالوژیو سره بلدتیا پيدا کېږي او پانګوال د خپلو اقتصادي چارو د اسانتيا او پرمختيا لپاره د ټيکنالوژي له کمپنيو سره قزاردادونه ترسره کوي.
سږکال د دودیزو مسئلو سربیره د ټولو لپاره د یوې ګډې موضوع پراخ بحث پلان شوی دی چې هغه د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه او د هغې اقتصادي ټکان او اغېزې دي.
په هرصورت  ددې غونډې  تنظیم کوونکو د وايروس څخه خوندیتوب لپاره غوره تدابیر نیولي دي. د نړیوال روغتیا سازمان ټولې خبرتياوې او شرايط په پام کې نیول شوي دي. دا چې تېرکال دا غونډه ترسره نه شوه نو د تقسيم اوقات له مخې د تېرکال ځينې مسئلې او اقتصادي ستونزې هم سږکال په پلان کې دي چې په  دې غونډه کې په پام کې ونيول شي او د بحث لپاره وړاندې شي.
په دې نړيواله غونډه کې به ۵ زره سياسيون، سوداګر او نړيوال کاروباريان شرکت وکړي او  سرليک به یې ( د نړۍ په اقتصاد باندې د کرونا وبا اغېز) وي.
دا په نړۍ کې يو ستر اقتصادي ناسته ده چې هر کال جوړېږي او په وروستي کلونو کې ان تر ۱۵ زره مشهورو اقتصادي کارپوهانو ، پانګوالو او سياسي کسانو ګډون پکې کړی دی  او د هغه په چارچوب کې هرکال په لسګونو، قراردادونه، د همکارۍ هوکړه ليکونه، چې ارزښت یې تر ۱۰ زره ميليون ډالرو څخه اوړي امضا شوي دي.
په دې غونډه کې به د کرونا له وبا وروسته د نړۍ د اقتصادي حالت بيرته برحاله کولو لپاره په ستونزو، حللارو او اړتياوو د نظرونو تبادله وشي او د روغتيا نړيوال سازمان استازي او کارپوهان به په دې اړه خپل نظرونه شريک کړي.  په دې به خبرې وشي چې له کرونا وروسته به څه ډول د نړۍ اقتصاد په ښه، ژر او اغېزمنه بڼه بيرته ژر فعال او حالت بيرته عادي کېدو ته راوګرځي، که څه هم دا به د عمومي غونډې د يوې برخې اجنډا وي چې په نورو اقتصادي همکاريو او ملګرتياوو به د نړۍ مشران او سياسيون په خپلو منځونو کې بحث او خبرې اترې وکړي. د روغتیا نړيوال سازمان وايي چې د ۲۰۲۲ له پيل څخه به د کرونا وبا ناروغي په نړۍ کې ختمېدو په لوري ولاړه شي، خو بيا هم د نړۍ اقتصاد او نړيوال چې به بيخي سخت حالت کې دي او بيرته عادي حالت ته د نړۍ اقتصادی وده راګرځول به کلونه،کلونه وخت ونيسي په دې غونډه کې پر دې بحث کېږي چې څنګه دا هرڅه ژر او په ښه او اغيزمن دول ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب