جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهوکیلان: د کرونا لپاره دې ښوونځي او پوهنتونونه نه رخصتېږي

وکیلان: د کرونا لپاره دې ښوونځي او پوهنتونونه نه رخصتېږي

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۰) د ولسي جرګې غړو د کورونا له امله د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو پر رخصتولو غبرګون ښودلی دی.

د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې کورونا یوازې په ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې نه ده او حکومت ته نه ده په کار چې په دې حساسو شرایطو کې ورته اقدامات ترسره کړي.

وکیلانو زیاته کړه چې په انلاین توګه د زده کړو کیفیت د اندېښنې وړ دی او محصلین نه شي کولی له دې بهیر ګټه پورته کړي.

دوی پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره په دې اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي او په دې توګه دې د لوړو زده کړو بهیر او ښوونځي له خنډ او ځنډ سره نه مخ کوي.

د یادونې ده چې پرون ورځ ولسمشر غني هم وویل، چې حکومت د کورونا وبا د دریېمې څپې مهارولو ته بشپړ چمتوالی لري.

نوموړي د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د یادې وبا د مخنیوي لپاره دې هم بېړني اقدامات وکړي.

د ارګ د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني د عامې روغتیا وزارت د راپور د ارزونې پر مهال وویل، حکومت د کورونا وبا کنټرولو لپاره چمتوالی لري خو په خبره یې، نړیوال روغتیایي بنسټونه دې د موثرې همکارۍ په موخه له افغانستان سره خپلې ژمنې په بشپړ ډول تطبیق کړي.

نوموړي دغه راز ویلي چې د خلکو د واضح عامه پوهاوي ترڅنګ دې له منابعو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره ولایتي ادارې لا منسجمې او مسوولیتونه واضح شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب