Homeخبرونهافغان ځواکونو په کندوز کې د طالبانو زندان مات کړی

افغان ځواکونو په کندوز کې د طالبانو زندان مات کړی

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۱۰ مه ) د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، افغان کمانډو ځواکونو د کندز ښار څلورمې حوزې اړوند سیمه کې د عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو زندان مات کړی دی.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د کمانډو ځانګړو ځواکونو د کندز ولایت مرکز اړوند په «قوش تپه» کلي کې د وسلوالو طالبانو په یو زندان عملیات تر سره کړل.

خبرپاڼه وایي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له زندانه ۵ تنه آزاد شول.

د خبرپاڼې له مخې، د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه وسلوال طالبان ووژل شول او همدا راز ۸ تنه نور یې ژوندي ونیول شول.

ملي دفاع وزارت زیاتوي همدا راز په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د کمانډو ځواکونو لاسته لوېدلي او ۱ پټنځای له منځه یوړل شو.

د ویلو وړ ده چې د روانې جوزا میاشتې په پنځمه نېټه هم د افغانستان ملي دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د طالبانو له یوه بل زندان څخه د ۶۲ تنو بندیانو ازادولو خبر ورکړی و.

دا په داسې کې ده چې تر دې مخکې هم افغان ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پرمهال لسګونه زندانیان د طالبانو له زندانونو څخه خلاص کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...