شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونههند او امریکا پر افغان سوله خبرې کړي

هند او امریکا پر افغان سوله خبرې کړي

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۱۱ مه)  هندي رسنۍ وایي، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر او امریکایي چارواکو د افغانستان سولې په اړه خبرې کړې دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر په امریکا کې دی او هلته یې ددغه هېواد له بېلو لوړپوړو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

نوموړي د امریکا ددفاع له وزیر سره هم کتلي دي او دوی ته یې واضح کړې چې هند په افغانستان کې اړیکې او ګټې لري او ددغه ګټو د ساتنې غوښتنه کوي.

نوموړي همدا راز ډاډ ورکړی چې له افغان سولې سره همکار دي او د هغو خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي.

امریکایي لوري هم ویلي چې د سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده او څومره چې سیمه ییزه اجماع په دې تړاو پیاوړې کېږي دومره جګړې او تاوتریخوالی کمېدلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې تمه ده راتلونکې وخت کې د افغان سولې په اړه په استانبول کې ګډه غونډه جوړه شي.

که څه هم د دغه غونډې کره نېټه نه ده اعلان شوې خو افغان چارواکي وایي دوی دې غونډې ته بشپړ چمتوووالی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب