یکشنبه, مې 19, 2024
Home+بریالیتوب څه شی دی؟

بریالیتوب څه شی دی؟

ژباړه او زیاتونه: محمد منیر سمسور

ډیر ځل به مو اورېدلې وي چې پلانی په خپل ټولګي کې اول نومره شو، پلانی د دفتر رییس وټاکل شو، دغه او دې ته ورته د موقفونو ترلاسه کول ته بریالیتوب وایي که څه هم، دغه لاسته راوړنې په اتفاقي توګه نه رامنځته کیږي. که له خلکو څخه پوښتنه وشي چې بریالیتوب څه شی دی؟ بریالیتوب مانا څه ده یا هم لږ یې په اړه معلومات ورکړئ؟ حتی له هغو کسانو څخه چې په ژوند کې د خوشحالۍ او بریالیتوب احساس هم کوي چې بریالیتوب څه شی دی؟ کېداې شی د بریالیتوب په اړه خبرې ونه کړای شي.

آیا تاسې پوهیږئ چې بریالیتوب څه شې دی؟ آیا پوهیږئ چې کله تاسې احساس کوئ چې بریالیتوب ته رسیدلي یاست؟ کېدای شی تاسې دا کلمه په وار وار اورېدلې وي ولې نه شئ کولی چې، دقیقه مانا یې ووایاست او په اړه یې توضیح ورکړئ. بریالیتوب یوه انتزاعی کلمه ده چې هر څوک یې په خپل ذهن کې بېل بېل انګېري.

ممکن یو څوک له کتاب لوستلو سره مینه ولري، دې شخص ته بریالیتوب څه شی دی؟ ځواب به مو دا وي چې د علاقې وړ کتاب تر پایه لوستل د نوموړي کس لپاره بریالیتوب دی. که د طب پوهنځي له یوه محصل څخه پوښتنه وکړئ چې بریالیتوب څه دی؟ ځواب به یې فرق لري. ځکه چې بریالیتوب هغه کلمه نه ده چې ځانکړې مانا ولري. بریالیتوب د بېلابېلو خلکو له انده بېلا بېلې ماناوې لري.

نو، موږ نه شو کولی چې له خلکو پوښتنه وکړو چې بریالیتوب څه شی دی؟ هغوی ته باید ووایو چې ستاسې له نظره بریالیتوب څه شی دی؟

بریالیتوب ته د رسیدو لپاره باید بیه یې ورکړو.

څوک چې بریالیتوب ته رسېدلي دي د بریالیتوب بیه/قیمت یې ورکړې ده.  نو په یاد ولرئ چې بریالیتوب ته د رسېدو لپاره باید خوښ اوسئ او هر هغه کار چې له تاسې سره بریالیتوب ته په رسېدو کې مرسته کوي سرته یې ورسوي. ما د بریالیو انسانانو له مختلفو ډلو سره خبرې وکړې له هغوی څخه مې د بریالیتوب د راز په اړه وپوښتل. نو تاسې هم له بریالیو کسانو څخه پوښتنه وکړئ او د هغوی د بریالیتوب دلایل ځنې وپوښتئ زه باوري یم چې په پوره مینه/اخلاص به ځواب درکړي او د خپل تير ژوند په اړه به معلومات درسره شریک کړي هغه ننګونې به هم درسره شریکې کړي چې دوی به تل د فرصت په سترګه ورته کتل.

ځکه چې د دغو کسانو خوښیږي چې د خپل بریالیتوب په اړه له تاسې سره خبرې وکړي. زه نه غواړم په دې لیکنه کې د بریالیو کسانو د ځانګړتیا په اړه له تاسې سره خبرې وکړم. په بریالیو او شتمنو انسانانو کې دوې ځانکړنې شریکې دي چې هغوی له غیر عادی/معمولی انسانانو څخه بېلوي.

بریالی کسان کومې ځانکړنې لري؟

  • بریالی کسان پوهیږي چې څه غواړې.

ډیری خلک حتی نه پوهیږي چې د څه شي په لټه کې دي او له ژوند څخه څه غواړي. عادي کسان یا په اصطلاح چې لوړې لاسته راوړنې نه لري نه پوهیږي چې څه هدف لري. اجازه راکړئ چې یو واقعیت درسره شریک کړم چې هغوی څه هدف لري. داسې افراد خپله ورځ په بې هدفه څېزونو باندې پېل کوي او خپل ځان ته ځوابویونکی نه دي؛ تل له ځواب ورکولو څخه وېره لري هیله ده چې تاسې په دې ډله کې ونه اوسئ.

لومړنۍ ځانکړنه یې: بریالي کسان پوهیږي چې په ژوند کې څه غواړي. بریالي او شتمن انسانان کله چې د شپي خوب ته ځي د سبا ورځې لپاره پلان جوړوي او لري. دا خلک پوهیږي چې د څه شې په لټه کې دي. هغوی بریالیتوب په کوټۍ او کوڅۍ نه دی تر لاسه کړی بلکې د بریالیتوب لپاره یې شپې په وېښه او ورځې په زیار او فکر باندې تیرې کړې دي. نو دا باید ووایو چې  بریالي کسان په خپل ژوند کې موخې لري او د موخو د ترلاسه کولو لپاره یې تل له خپل ځان سره ژمنې تازه ساتلې دي.

ما له بېلا بېلو خلکو سره خبرې وکړې، او د دوی په منځ کې ډير داسې اشخاص ول چې د ژوند په هره برخه کې یې ډیر بریالیتوبونه ترلاسه کړې ول، کله چې مې له دوی څخه وپوښتل چې څنګه بریالیتوب ته ورسیدئ د دوی ګډ ځواب دا وو چې موږ هدف لرو. کېدای شي ځینې لوستونکي چې دا لیکنه لولي پوښتنه وکړي لکه چې موږ هدف نه لرو؟ په ځواب کې باید ووایم چې د هدف درلودل په دې مانا نه دي چې په خپل ذهن کې هدف ولرئ که هدف مو په خپل ذهن کې وساته دا په دې مانا چې تاسې یوازې آرزو/هيله لري.

هدف درلودل په دې مانا ده چې څه غواړئ دا غوښتنې مو په یوه څنډه کې ولیکئ او موخو ته د رسیدو لپاره مو پلان جوړ، هڅې او هاند ته مو په پوره دقت/ژمنتیا زور ورکړئ. که مو موخه د یوې ښې دندې تر لاسه کول وي باید په نوموړې برخه/مسلک کې ډیره مطالعه وکړئ/ خپل مهارتونه لوړ کړئ، د مربوطه دندې شرایط لوستل، له پوه او تجربه لرونکو خلکو سره ناسته پاسته درلودل، تر ټولو غوره حس د ځېرکتیا دی چې باید هوښیار واوسئ. یا هم هدف مو یو بهرنی هېواد کې زده کړې کول دي. نو اړینه ده چې ټول لازم شرایط د غوښتنو سره سم په نظر کې ونیسئ او د موخې د ترلاسه کولو لپاره هوسا ګامونه اوچت کړئ.

  • بریالی خلک حاضر دي چې د خپلوغوښتنو د ترلاسه کولو لپاره هر کار چې لازم وي په ټاکلې وخت سرته رسوي.

د بریالیو خلکو دویمه ځانکړنه داده چې حاضر دی دخپلو غوښتنو ترلاسه کولو لپاره، هر کار چې لازم وي سرته ورسوي. ډير داسې خلک شته چې پوهیږي چې څه غواړي ولې بیا هم نه بریالی کیږي. ددې سربېره، دا خلک موخه/هدف لري ولې دې ته حاضر ندي چې هدف ته د رسیدو بیه ورکړي او د هدف د ترلاسه کولو لپاره هر لازمې کار سرته ورسوي.

کیداي تاسې هم ډیر داسې خلک او افراد و پېژنۍ چې هدف ته د رسیدو لپاره ټول لازمې کارونه سرته رسولې وي. نو ښه خبره داده که چې چیرته غواړي چې بریالی شی او هدف باید واقعی وي نو د ترلاسه کولو لپاره له هيڅ لارې څخه دریغ مه کوي بیه یې ورکړي په خپل ځان پانګه وکړي ځکه چې عمر تېریدونکي دي او شته فرصتونه له لاسه مه ورکوئ او هرې ننګونې ته لبیک او د یو ښه فرصت په توګه ورته وګورئ.

یو ځل بیا غواړم چې ددې لیکنې په پاي کې  د بریالی افرادو دوه ځانکړنو ته نعوته وکړم

  • بریالی خلک پوهیږي چې څه غواړي
  • بریالی خلک حاضر دي چې د خپلوغوښتنو د ترلاسه کولو لپاره هر کار چې لازم وي په ټاکلې وخت سرته رسوي.

دا باید ووایم چې هر څوک کولې شی چې بریالیتوب ته ورسیږي خپلو غوښتنو ته له لږ ځنډ او خنډ وروسته ورسیږي. خو مهم شی دا دي چې پوه شي څه غواړي او دې غوښتنو ته د رسیدلو لپاره له ټولو لارو چارو څخه کار واخلي. که تاسې هم غواړي چې د بریالیو خلکو له ډله بندۍ کې خپل مقام ولرئ دغه پورته ځانکړنې په خپل ځان کې پیدا او د روزنې لپاره یې پر له پسې کامونه اوچت کړئ، هغه ورځ لرې نده چې  تاسې د معمولي انسانان لپاره یوه ښه بېلګه/ریفرینس شي.

تاسې کولی شئ چې د بریالیو خلک ښې بېلګې پیدا کړئ د هغوی کړنو ته په کتو او الهام سره د بریالیتوب لوړو څوکو ته ځان ورسوئ.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب