تاند ( دوشنبه، د جوزا ۱۰مه) د ننګرهار ولایت په مومنددرې ولسوالۍ کې یوه زوی خپل پلار په چړو حلال کړی دی.
په دې قتل کې د وژل شوي سړي له زوی سره يې خُسر هم شریک دی.
امنیتي چارواکي هم پېښه مني.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فریدخان وایي، پېښه تېر مازیګر ۳بجې شوې او په تړاو یې دوه تنه نیول شوي هم دي.
فریدخان وایي: « یو زوی د خپل خسر په ملتیا، خپل پلار له مومند درې ولسوالۍ دور بابا ته وړی او هلته یې په بې رحمۍ په چړو حلال کړی دي».
د پېښې اصلي لامل لا نه دی څرګند، خو ځایي خلک یې لامل کورنی تاوتریخوالی ښيي.
فریدخان هم وایي، چې د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي، څو معلومه کړي چې زوی یې ولې خپل پلار په چړې حلال کړی دی.
د یادونې ده، چې د ننګرهار په لرې پرتو ولسوالیو کې اوس هم ګڼ خلک په یو نه یو ډول د کورني تاوتریخوالي قربانیان دي.