چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهچین له افغانستان سره د سړک جوړولو په برخه کې مرسته کوي

چین له افغانستان سره د سړک جوړولو په برخه کې مرسته کوي

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۱۰مه) په کابل کې د چین سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال میرویس ناب  سره په لیدنه کې ویلي، چې له افغانستان سره به د سړک جوړولو او اقتصادي پراختیا په برخه کې مرسته کوي.

په دې لیدنه کې چین دغه راز د سولې په برخه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

چینایي لوري ویلي دوی د دې غوښتونکي دي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او دایمي اوربند رامنځ ته شي.

سرچینې زیاته کړې، چې چین به له افغانستان سره د سړک جوړولو د ماشین الاتو مرسته کوي او تر څنګ به یې د کورونا وبا د مخنیوي په برخه کې هم خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

د چین سفیر دغه راز ویلي،چې له افغانستان سره مرسته شوي واکسین به د اداري کارونو تر بشپړېدو وروسته ډېر ژر کابل ته را ورسېږي.

چین داسې مهال افغانستان سره د سړک جوړونې برخه کې د مرستې ډاډ ورکوي، چې په دې وروستیو کې د جګړو له امله له مرکزه د هېواد ګڼو ولایتونو ته تللې لارې په بمونو الوزول شوي او وېجاړې شوې دي.

د ننګرهار والي: طالبانو په سره رود ولسوالۍ کې یو پُل په بمونو الوزولی

1 COMMENT

  1. pakistan start DIPLOMACY with America.afghanistan must make all projectS about dames/roads houses and MINERAL CONSTRUCTION WITH CHINA.
    AFGHANISTAN MUST BUY THOUSANDS OF MACHINARY from china FOR AGRICALTURE
    THIS WAY AFGHANISTAN WILL SOON CHANGE TO ONE MODERN AGRICALTURE.
    PEOPLES WILL HAVE JOBS AND TALIBS CAN NOT FIND POWER BETWEEN PEOPLES.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب